اسلام آباد 22 مئي (اے پي پي) د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) 23م کانووکېشن د شورو په ورځ په جناح کنونشن سينټر كښې وشو چې پكښې د لوړو زده كړو كمېسون (اېچ اي سي) چيېرمېن ډاکټر مختار احمد خاص مېلمه ٶ٬ په كانووكېشن كښې849 زده كوٶنكو ته ډګرۍ٬ 47 زده كوونكو له ګولډ مېډلز وركړے شول ۔ په كانووكېشن كښې د نمل رېکټر مېجر جنرل (ر) شاهد محمود کياني، پرو ر??کټر، ډينز، رجسټرار، ډائريکټرز، هيډ آف ډيپارټمنټس او زده كوٶنكو او د هغوي مور او پلار ګډون كولو۔ په دې موقع خپلې وېنا كښې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد په بېلا بېلو څانګو كښې په كاميابۍ سره ډګرۍ بشپړولو زده كوٶنكو٬ د دوي مور او پلار او استاذانو له مباركي وركړه۔ ده د پوهنتون د نصابي تع??يم نه علاوه په اخلاقي تربيه زور رواړولو سره ووئيل دا ستاسو اخلاقي او فكري فرض دے چې خپل صلاحيتونه د مورني هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپار?? استعمال كړئ۔ ده ووئيل نمل د تع??يمي ادارو په فهرست كښې ځانګرے مقام لري ٬ نمل ھغه ټول وسائل لري ??ې په سبب ئې تاسو د هېواد او قام لپاره د بهترۍ كردار لوبولې شئ۔ د دې نه وړاندې د نمل رېكټر مېجر جنرال (ر) شاهد محمود کياني د ګران مېلمه هركلے وكړو او په بېلا بېلو څانګو كښې د نمل په كاميابو او خدمات ئې رڼا واچوله۔