لاهور 28 مئي (اے پي پي) وزیر اعظم محمد شهبازشریف وئيلي دي چې د نواز شر??ف په مشرۍ كښې محنت كولو سره د پرمختګ په لاره روان يو، پاکستان به يو عظیم هېواد جوړ??لې شي ، د م??مد نواز شر یف د م??لم لیګ (ن) صدر منتخب كيدل د هغه د اولس سره د مينې او خذمت نتیجه ده،د پي ټي آئي پخواني چیئرمېن د شهیدانو او غازیانو په ضد اولس راپار كړې ، قام به چرې هم هغه معاف نه كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ ځائې هوټل كښې د م??لم لیګ (ن) جنرل کونسل غونډي ته وينا كښې وكړه۔وزیر اعظم محمد شهباز شر??ف ووئيل زه د ګوند پخواني زيرك سیاستمدار راجه ظفر الحق پشمول د م??لم لیګ ( ن) جنرل کونسل كښې د پنجاب، بلوچستان، کے پی کے ، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر څخه راغلو ټولو درنو ميلمنو ، د اسمبلۍ غړو، کارمندانو مننه كوم او د ګوند په كامياب ټاكنو كولو رانا ثنا الله او د هغه ډلي له مبارکي وركوم۔ده ووئيل د لوے څښتن مننه كوم چې نن زه کامیابۍ سره د ګوند نګران صدر ذمه دارو څخه آزاد شوم او په نن غونډه كښې محمد نواز شر??ف بلا مقابله صدر منتخب شو، پنجاب كښې وزیراعلی مریم نواز شر??ف د نواز شريف په لارښودنه كښې شپه ورځ اولسې خذمت كښې بوښت ده ، دغسې وفاق كښې د نواز شر??ف په سرپرستۍ كښې يو مخلوط حکومت د هېواد م??یشت بيا سنبھالولو له شپه ورځ هڅې كوي، د قائد م??مد نواز شر??ف لارښودنه زما او ز ما ملګرو ته په هر قدم مطلوب ده او دا زما ایمان دې كه مونږ ټولو په ګډه شپه ورځ هڅې وكړې نو پاکستان به ضرور د دې ټولو ستونزو څخه رابهر شي او هغه پاکستان به جوړ شي كوم چې نواز شر??ف 2017 كښې پرېښودلې ؤ۔ده ووئيل د عمران نیازی ټول سازشونه ناکام شوې ، اوس د عمران نیازی اصل مکروه مخ د ټول قام په وړاندې دے،دا قام به هغه چرې هم ونه بخښي۔وزیر اعظم وئويل مو??ږ د پاکستان لپاره د نواز شر??ف په مشرۍ كښې شپه ورځ كار كولو سره د پرمختګ نيمګرې مزل هلته څخه بيا پيل كړې چرته چې هغه پرېښودلې ؤ،هېواد د پرمختګ پلو روانولو له به شپه ورځ هڅې ك??لې شي، پاکستان به يو عظیم هېواد جوړ??لې شي او پاکستان به د دې عمران نیازی څخه بچ ك??لې شي۔