بیجنګ۔6 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د پاكستان او چين ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجي په څانګو كښې د همكارۍ بلها امكانات په ډاګه كولو سره وئيلي دي پاكستان د سائنس او ټېكنالوجي په ميدان كښې د چين پرمختګ څخه بشپړه استفاده كولې شي۔ د ??يارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي ب??ان له مخې وزيراعظم بيجنګ ته نزدې د چين د سیلیکون وېلی زونګ ګوانکون سائنس پارک دورہ وكړه۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د پلاوي نور غړي هم ده سره ملګري وو۔ وزیراعظم ته په سائنس پارك كښې د چین د ټېک سټارټ اپ کلچر او نوي ماحول او تحقيق په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د چين د سائنسي او تكنيكي پرمختګ ستائنه وكړ?? او د دواړو هېوادونو ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې ??ۍ په موجود بلها امكانات رڼا واچوله۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د چين پرمختګ څخه بشپړه استفاده كولې شي