بيجنګ 06 جون (اے پي پي) وز??راعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان كښې د متبادل توان په څانګه كښې د سرمايه ك??رۍ ډېر ګنجائش شته، د متبادل توان نظام مضبوطولو ت?? مونږ وړومبۍ پام لرنه كوو۔ د زيارت په ورځ د وز??راعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې ده د دې خيالاتو څرګندونه د پاور چائنه چيئرمېن ډنګ يانزانګ سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع نائب وز??راعظم او خارجه وز??ر اسحاق ډار، د دفاع وز??ر خواجه آصف، د منصوبه بندۍ وز??ر احسن اقبال، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وز??ر عطاء الله تارړ، د پاور وفاقي وز??ر اويس احمد خان لغاري او د وز??راعظم خاص مرستيال طارق فاطمي موجود وو۔ وز??راعظم ووئېل د متبادل توان نظام مضبوطولو ت?? مونږ وړومبۍ بام لرنه كوو٬ پاکستان كښې د متبادل توان په اړه د سرمايه ك??رۍ لوئي استعداد موجود دے۔ ده ووئيل د بجلۍ غلا مخ نيوي په لړ كښې په هېواد كښې زياتې كاروائې روانې دي ۔ په دې موقع د چائنا پاور چيئرمېن ډنګ يانزانګ د ساهيوال کول پاور پلانټ په تند رفتارۍ سره تعمير او د معيار ستائنه وكړه او د پاكستان او پنجاب سپيډ ذكر ئې هم وكړو۔ ده ووئيل پاكستان سره به په اېم او يوز لاسليك كېږي چې له مخې به ئې پاکستان كښې د برېښنا د ترسيل نظام بهتر او لائن لاسز كم كړے شي۔