د وژلې شويو وكيلانو په كيس كښې به انصاف كيدل رامخې ته شي٬ په ابتدائي توګه به سړي سر 20 ملينه روپۍ جاري كولې شي٬ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ

image

اټک۔20جون(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې د وكيلانو ورورولۍ د آئين تحفظ ٬ د قانون سرلوړۍ او د بنيادي حقونو رسولو له ځانګړې قربانۍ وركړې دي ، د پنجاب وزيراعلی د وكيلانو د وژنې پېښې فوري نوټس اغستلو سره احكامات جاري كړي٬ تورن نيولے شوے دے ٬ انصاف به ټولو ته كېدل په نظر راشي۔ د وژلې شويو وكيلانو كورنۍ ته په ابتدائي توګه سړي سر 20 ملينه روپۍ جاري كولې شي٬ د سكيورټي په معياراتو كښې اصلاح ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د اټك ډسټركټ بار تر اهتمام لاندې د وژلې شويو وكيلانو تعزيتي رېفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل ښه انسانان ټول عمري په يادونو كښې نقش پاتې وي او د خوشبو په څير د هغوي موجودګي زمونږ چارچاپېره محسوسيږي۔ ده ووئيل په حق رسېدلي وكيلان به زمونږ ترمينځه موجود وي ٬ هغوي په خپله تركه او ورثه كښې د وكيلانو په شكل كښې يو لويه كورنۍ راكړې ده۔ ده ووئيل د تورن د ګرفتارۍ او تفتيش څخه وروستو مو د هېڅ ډول رعايت نه كولو پرېكړه كړې۔ ده ووئيل دا زمونږ لپاره يو ټېسټ كېس دے او وفاقي او صوبائي حكومت به د انصاف رسول باوري كوي۔ ده ووئيل دا قتل يوه لويه پېښه ده۔ ده ووئيل د وكيلانو كورنيو سره مو د مرستې خبره كړې ده ٬ د انسان كوم نعم البدل نه وي په داسې موقعه چې څه هم ممكن وي ضرور كولے شي۔ ده ووئيل د وفاقي او صوبائي حكومت لخوا په سمدستي توګه سړي سر 20 ملينه روپۍ ريليز كولې شي او څه هم چې بيا ممكن وي كولې به شي۔ ده ووئيل وكيلان دې په خپله ګروپ انشورنس له اقدامات وكړي۔ ده ووئيل حكومت د آئين تحفظ ٬ د جمهوريت استحكام او بقا لپاره د وكيلانو قربانيو ته تل د عزت په سترګه ګوري۔ دوئي ٬ چې كله هم په هېواد ٬ جمهوريت او اولس سخت وخت راغلے ٬ يو موټې كېدو سره كردار ترسره كړے۔ ده په ډسټركټ بار زور راوړو چې په بار كښې ځينې ځايونه دې د ملك اسرار او ذوالفقار نامو ته منسوب كړې شي۔ د اټك بار مېن هال د ملك اسرار اېډوكېټ او ذوالفقار مرزا اېډوكېټ نامو ته د منسوب كولو پرېكړه وكړې شوه۔ د قانون وزير د شهيدانو كورنيو ته ووې چې حكومت ستاسو په غم كښې يو برابر شريك دے او د ارواښادو يادګارونه به جوړولې شي۔ ده ووئيل د وكيلانو خېر ښېګړې او بهترۍ له به ټول ممكنه اقدامات باوري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں