وفاقي وزير رانا تنوير حسين د تركمانستان په 3 ورځنۍ دوره روان شو

image

اسلام آباد۔24 جون(اے پی پی) د صنعت او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسين د ګل په ورځ د تركمانستان په 3 ورځنۍ سركاري دوره روان شو ۔ د صنعت او پېداوار وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې د صنعت او پېداوار او نېشنل فوډ سكيورټي اېنډ ريسرچ وزارت په سينئر چارواكو مشتمل د اعلی كچې پلاوې هم وفاقي وزير سره دے۔ د دورې په مهال به تركمانستان سره په دوه اړخيزه تجارت ٬ اقتصادي اړيكو او صنعتي او زرعي مرسته خبرې كولې شي دې سره سره د توان په څانګه كښې په همكارۍ به هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ وياند وئيلي چې پلاوې به د دورې په مهال د تركمانستان صدر سردار بردي محمدوف او قامي لارښود ٬ د پیپلز کونسل آف ترکمانستان چیئرمین ګربنګولی بردی محمدوف سره ملاقات هم كوي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں