اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) سېنېټ كښې سو??ت او سرګودھا كښې د عام اولس لخوا د مذهب په نامه سرعام د وګړو د قتل په ??د قرارداد منظور كړے شو۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پيپلز پارټي سېنېټرې قرارداد وړاندې كړو چې پكښې وئيلي شوي دا ايوان په سو??ت او سرګودھا كښې د مذهب په نامه د عام اولس لخوا د سرعام قتل د پېښو غندنه كوي٬ د پاكستان په ??ئين كښې انساني ژوند ته بنيادي حق ترلاسه دے٬ بايد وفاقي او صوبائي حكومتونه په هېواد كښې د مذهبي اقليتونو او د كمزورو طبقو پشمول د ټولو وګړو حفاظت او سلامتيا باوري كړې٬ ايوان د خېبر پښتونخوا او پنجاب حكومتونو څخه مطالبه كوي چې په ??ې پېښو كښې ككړ ??سا?? انصاف سره مخ كړي او د وګړو د تحفظ لپاره اقدامات وكړي۔ دغسې ايوان د اپوزيشن د احتجاج باوجود قرارداد منظور كړو۔ سينيټرې شيري رحمن ووئيل اپوزيشن څخه غواړي چې د ترهګرو په ??د دې اپرېشن ونه شي؟ زه نه پوهېږم چې آيا په ??ېبرپښتونخوا كښې امن راوستل نه دي پكار ؟ دې ووئيل په ??پيكس كمېټي كښې د پوځي عملياتو منظوري د ټولو اعلې وزيرانو په موجودګۍ كښې وركرې شوې۔ دې ووئيل په ??خت وخت كښې سخت بجټ وړاندې كړے شوے مونږ پرې تنقيد هم كړے ٬ آيا تحريك انصاف د هېواد دښمنه قواٶ ملاتړ كوي؟ دې ووئېل آيا د مذهب په نامه خلقو ته سرعام سزاګانې وركول سمې دي؟ دې ووئيل اپوزيشن غواړي چې په پاكستان كښې امن او استحكام نه وي۔ دې ووئيل د دې نه وړاندې په سو??ت كښې هم دا ډول صورتحال رامخې ته شوے ٶ نو په ھغې شهيدې بينظير بھټو په سو??ت كښې د پاكستان بېرغ هس?? كولو غږ پورته كړے ٶ ۔