اسلامي نظرياتي کونسل او علمائے کرامو د محرم الحرام له مخې 20 نكاتي ضابطه اخلاق جاري كړو

image

اسلام آباد 02 جولائي (اے پي پي) اسلامي نظرياتي کونسل او د بېلا بېلو مسلكونو جيد علمائے کرامو د محرم الحرام له مخې 20 نکاتي ضابطه اخلاق جاري كړو۔ د نهې په ورځ د اسلامي نظرياتي کونسل چيئرمين ډاکټر راغب حسېن نعيمي په مشرۍ كښې د بېلا بېلو مسلكونو د جيد علمائے كرامو كنفرنس وشو۔ د اسلامي نظرياتي کونسل لخوا د جاري اعلاميه له مخې يو كس به د خاتم النبين حضرت محمدۖ ، انبيا کرام (عليه السلام) صحابه کرام(رض)، د امهات المومنين (رض) او د اهلبيت عظام سپكاوې نه كوي٬ يو كس يا ډله به د توهين رسالتؐ مقدمات په تفتيش يا استغاثه كښې خنډ نه جوړېږي٬ يو كس به د يو مسلمان تكفير نه كوي٬ د يو كس د كفر مرتكب كېدو د پرېكړې اختيار د عدالت داره كار دے٬ يو كس يا ډله به په هر ډول ترهګرۍ كښې بلواسطه يا بلاواسطه نه شاملېږي۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول سرکاري او د نجي تعليمي ادارو په نصاب كښې به د اختلاف رائے اداب شاملېږي، د پاکستان مسلم او غير مسلم وګړي به د پاكستان آئين په رڼا كښې خپل مذهبي فرائض ادا كوي او د غېرت په نامه قتلونه به نه كوي ٬ مېرمنو څخه به د ووټ حق ٬ د تعليم او د روزګار حق نه تروړي٬ د مېرمنو قرآن سره واده٬ وني٬ كاروكاري او وركړې راكرې د غېر اسلامي رسوماتو مخ نيوے به كولې شي٬ يو كس به په جوماتونو٬ امام بارګاهو٬ ميډيا و سوشل ميډيا كركجنې ٬ توهين او نفرت انګيز خبرې نه كوي۔ د اعلاميه له مخې په ميډيا دې كوم داسې پروګرام خپور نه كړے شي كوم چې د كركې خپرېدو سبب جوړ شي٬ ټول وګړي به د رياست د وفادارۍ د سوګند پالنه كوي ٬ د پاکستان وګړي د دستور په رڼا كښې د شريعت نفاذ لپاره سوله ايز هلې ځلې كولې شي، د رياست په ضد وسله والې هلې ځلې به بغاوت ګڼلې شي، يو كس به وسله وال ځواكونه ٬ حكومتي او نورې سركاري ادارې كافر نشي ګرځولې، د اعلاميه تر مخه اولس دې د وسله والو ځواكونو او د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو بشپړ ملاتړ وكړي٬ رياست دې په لساني سيمه ايز٬ مذهبي او په فرقه وارانه تعصبات د چلېدونكو تحريكونو په ضد سخته كاروائي وكړي٬ يو كس يا ډله به په چا د جبر د لارې خپل نظريات نه ورتپي، يوه نجي سرکاري ډله٬ اداره يا كس به د عسكريت خوښۍ د ودې سبب نه جوړېږي، چې انتها پسندي يا تشدد كومه ډله يا نتظيم خپروي يا يو كوم كس دهغه په ضد دې كاروائي وكړې شي، يو مسلک به يو كس يا ادارې يا فرقې له د چا په ضد په توهين اډانه جملو او تورونو لګولو اجازه نه وركوي،د عزم استحکام پاکستان آپريشن څخه به په نيشنل ايکشن پلان عملدرآمد له مرسته تر لاسه شي

مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں