اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې سي ډي اے آفس كښې مهم غونډه وشوه چې پكښې اسلام آباد د نړيوال معيار ښار جوړولو لپ??ره مهمې پريكړې شوي۔د كورنيو چارو وزير په سپارښتنه ماحولياتي آلودګ?? كمولو لپ??ره سي ډي اے به سباؤن كښې يواځې اليكټرك بائيكس اخلي۔دې نه ځانله د اسلام آباد وګړو لپ??ره به ماحول دوست اليكټرك بسونه چلولې شي۔د كورنيو چارو وزير د پټرول موټر سائيكلو په اخستلو بنديز ولګولو۔ د اسلام آباد وګړو له به د انټرنېشنل سټينډرډ ايمرجنسي سروسز وركولې شي۔ ايمرجنسي سروسز ??ېم سي آئي څخه سي ډي اے ته د منتقل كولو پريكړه شوې۔ كيپټل واسا به جوړولې شي۔دې نه ځانله كيپيټل وېسټ مينجمنټ كمپني جوړولو لپ??ره به اړوندو چارو ته زر تر زره حتمي ش??ل وركولې شي۔په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل اسلام آباد كښې د ټريفك مسئلې كمولو لپ??ره به سرينا چوك انډر پاس او اېف نائن پارك چوك فلائي اوور په منصوبو تعميراتي كار زر پيل كولې شي۔د اوږدې مودې راهسې زير التوا ايكسپرېس وے منصوبے بشپړولو له به د كار رفتار تندولې شي۔د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا د كورنيو چارو وفاقي وزير له پھ بيلو منصوبو تفصيلي بريفنګ وركړو۔په غونډه كښې د سي ډي اے چيئرمېن محمد علي رندھاوا،د اسلام آباد ډپټ?? كمشنر عرفان ميمن او د سي ډي اے ټولو غړو ګډون وكړو