ځوانان دې روښانه سباؤن لپاره لوړې زده كړې ترلاسه كړي٬ د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

image

اسلام آباد۔12 اګست(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي ځوان كُول د كوم هم هېواد قيمتي اثاثه وي٬ ځوانان دې د هېواد او قام روښانه سباؤن لپاره د صلاحيتونو او لوړو زده كړو د لارې ځان چمتؤ كړي٬ مونږ له به د ذاتي ګټې څخه په لرې پاتې كېدو د هېواد ګټې٬ پرمختګ او سوكالۍ پلو پام ګرځول وي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د ځوانانو نړيوالې ورځ په موقعه په خپل پېغام كښې وكړه۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل ځوان كُول د كوم هم هېواد قيمتي اثاثه وي ٬ دا يوه ښه خبره ده چې د پاكستان 60 فيصده څخه زياته آبادي په ځوانانو مشتمله ده۔ ده ووئيل د ننۍ ورځ په مناسبت سره زه ځوانانو ته مباركي وركوم۔ ده ووئيل پاكستاني ځوانان بلها ټېلنټ او صلاحيتونه لري۔ د سېنېټ چيئرمېن د ارشد نديم مثال وركولو سره ووئيل ارشد نديم په اولمپكس ګېمز كښې په نړيوال ريكارډ جوړولو د هېواد نامه په ګرده نړۍ كښې روښانه كړه۔ ارشد نديم ثابته كړه چې حالات كه هر څنګه وي د پاك پروردګار په فضل او بيا پرله پسې خوارۍ سره كاميابي ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره په جمهوري عمل كښې د ځوانانو ګډون ضروري دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل د هېواد پرمختګ ٬ په پېښو چېلنجونو قابو موندلو او د هېواد د معيشت استحكام لپاره ضروري ده چې د قائد اعظم محمد علي جناح د فرمان له مخې كار كار او يوازې كار ته پام وګرځولې شي۔ ده ووئيل د هېواد پرمختګ لپاره به ذاتي ګټې څخه په لرې پاتې كېدو د هېواد ګټې٬ پرمختګ او سوكالۍ پلو پام ګرځول وي

مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں