اسلام آباد۔2 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن را??ا مشهود احمد خان د بحرين د ځوانانو چارو وزيرې روان بنت نجیب توفیقی سره تېلېفوني تماس نيولے۔ په دې موقع ?? پاكستان او بحرېن ترمينځه ځوانان په خپلو پښو اودرولو او د دوئي مخ په وړاندې بوتللو له د دوه اړخيزه مرستې په لا پياوړتيا خبرې اترې وشوې۔ د خبرو په مهال دواړو لارښودو په دې خبره زور را??ړو چې ځوانان د خپل هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ دوئي په عصري نړۍ كښې ځوانانو ??ه د پېښو چېلنجونو اعتراف او د ډیجیټل سکلز په پرمختګ ٬ د كاروبار موقعو او د رضاكار??ت په څير څانګو كښې د همكارۍ په فرصتونو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ را??ا مشهود احمد خان د وزیراعظم یوتھ پروګرام د لاندې د ځوانانو په خپلو پښو اودرولو له ?? پاكستان عزم په ډاګه كړو۔ روان بنت نجیب توفیقی د ځوانانو مخ په وړاندې تللو له ?? پاكستان د هڅو ستائنه وكړه او د بحرېن لخوا يي پاكست??ن سره نزدې مرسته كولو له خپله خوښي ښكاره كړه۔ دې د ګډې پروګرامونو ٬ د دورو تبادلو او ورچوئل فورمز د لارې د بحرېن او پاكستان ځوانانو ترمينځه د زيات نه زيات افهام وتفهيم ??ه د ودې وركولو وړاندېز وركړو