اسلام آباد 04 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) ??ين??ر لارښود او د وزيراعظم ??لا??كار رانا ثنا الله په مشرۍ كښې د پارلمان پلاوي د شورو په ورځ پارليمنټ لاجز كښې د بلوچستان نېشنل پارټي مشر سردار اختر مينګل سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې ډاکټر طارق فضل چوهدري، سينيټر عثمان باديني ، اعجاز جاکھراني او خالد ??ګسي شامل وو۔ ملاقات نه پس د وزيراعظم ??لا??كار رانا ثنا الله ميډيا سره خبرو كښې ووئيل سردار اختر مينګل زمونږ ورور او ??ين??ر سياستمدار دے۔ بلوچستان كښې د هغه د ګوند لوي اهميت دے۔ده ووئيل د سردار اخترمينګل پريكړه سرپرائز وه۔مونږ نن هغه سره خبرو كولو له راغلې يو،د هغه چې څه هم مرورتيا ده د هغې د لرې كولو هڅه به كولې شي او د هغه به د ځان سره د بوتللو هڅي كوو۔ده ووئيل مونږ سردار اختر مينګل ته خواست کړے چ?? د پارلمان برخه پاتې شي او د بلوچستان لپاره خپلې هلې ځلې رواني اوساتي۔ده ووئيل مونږ هغه ته د خپلې استعفيٰ بيرته اغستو لپاره د نظرثانۍ خواست كرے۔په دې اړه خبره شوې او مونږ هيله لرو چې هغه به زمونږ خواست منظور كړي۔ده ووئيل مونږ د اختر مينګل تحفظات اوريدلې دي د كومو څخه به چې وزيراعظم او اړوندي حلقې خبرولې شي?? د ??زيراعظم بريف كولو نه پس به راروانه تګلاره خپلولې شي۔