اسلام آباد 11 ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان تر ټولو لويه اثاثه صلاحيت لرونكې ځوانان دي٬په پاكستان كښې د لوبو مېدانونه آبادولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د مكس مارشل آرټس څانګه كښې حكومت به د پاكستان فېډرېشن سره پورا مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان مكس مارشل آرټس فېډرېشن عهديدارو او لوبغاړو سره په ??برو كښې كړی چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كوونكو كښې د پاكستان مكس مارشل آرټس فېډرېشن صدر عمر احمد٬چيمپئينز ايمان خان٬بانو بټ٬ د بریو کامبیټ ??یډریشن ونرز رضوان علی، ضیاء مشواني او اسماعیل خان شامل وو۔په ??ې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزير مملكت شزه فاطمه خواجه٬د وزيراعظم د يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رومينه خورشيد عالم٬بدر شهباز او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان تر ټولو لويه اثاثه د پاكستان صلاحيت لرونكي ځوانان دي٬ په ??نټرنیشنل مکس مارشل آرټس فیډریشن ایشیئن چیمپئن شپ كښې د پاكستان لوبغاړو لخوا د 12 ميډال په ګټلو د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے۔زما پورا خواهش دے چې د پاكستان لوبغاړي هم دغسې په نړيواله كچه مقابلو كښې به د هېواد او قام نامه روښانه كوي۔ ده ووئېل تاسو ټولو لوبغاړو سره په ملاقات كولو ډېر خوشحاله شوے يم٬تاسو د پاكستان قيمتي اثاثه يۍ۔ستاسو ټولو صلاحيتونو ته په كتلو اطمينان محسوس كړم چې د پاكستان سباؤن روښانه دے۔ده ووئيل د مكس مارشل آرټس په څانګه كښې به حكومت فېډرېشن سره بشپړه مرسته كوي٬پاكستان كښې د لوبو ميدانونه آبادولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان خادم ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس پاكستان سپورټس انډاؤمنټ فنډ٬د لوبو مقابلو او لوبغاړو سليكشن لپاره سپيځلتيا باوري كولو په څير اقدامات شوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په ??ېث زه دا خپل فرض ګڼم چې د پاكستانو لوبغاړو نړيوالو مقابلو كښې ګډون لپاره هر ډول مرسته وكړو۔ د مكس مارشل آرټس فېډرېشن پاكستان كښې نړيوالې مقابلې كول د ستائنې وړ دي۔په ??ې موقع وزيراعظم په ??ې وروستيو كښې د فېډرېشن او وزيراعظم يوته پروګرام په مرسته د شوو مكس مارشل آرټس نړيوالو مقابلو په ??ړه خبر كړو چې پكښې د 18 هېوادونو څخه 300 اتهليټس برخه اخستې٬پاكستاني اتهليټس 4 سلور ميډال هم ترلاسه كړي او د پاكستان دوه مېرمنو فائټرز ګولډ ميډلز ګټلې دي ۔ګولډ ميډلز ګټوونكو لوبغاړو كښې ايمان خان او بانو بټ سره نورو لوبغاړو وزيراعظم د خپلې خپلې كاركردګۍ نه خبر كړو ۔وزيراعظم ته د مكس مارشل آرټس څانګې پرمختګ لپاره تجاويز هم وركړے شول ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په ??جاويز غور او مشاورت كولو سره زر عملدرآمد لپاره د لائحې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔