اسلام آباد۔27ستمبر(اے پی پی) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په قطبي وزيرستان كښې د فتنة الخوارج په ضد د كامياب آپرېشن په كولو امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي ټ??ل قام د ترهګرۍ په ضد عملياتو كښې د خپلو امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دے۔ د ج??عې په ورځ په خپل پېغام كښې ده د قطبي وزيرستان په رزمك سيمه كښې د فتنة الخوارج په ضد په انټېلی جنس بېسډ آپرېشن امنيتي ځواكونو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل امنيتي ځواكونو د هدفي وژنو په شمول د ترهګرۍ په نورو پېښو كښې ككړ د فتنة الخوارج 8 ترھګر وژلي او ټ??ل قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو ترڅنګ ولاړ دي۔ ترھګر د هېواد امن لمينځه وړولو په ناوړه سازش كښې ككړ دي۔ د امنيتي ځواكونو د ترهګرۍ نوي ويستلو مضبوط عزم د ستائنې وړ دے۔ سپيكر د امنيتي ځواكونو ځوانانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل ټ??ل قام د خپلو مېړنو امنيتي ځواكونو ځوانانو كاميابو لپاره لاس په دعا دے۔