اسلام ??باد 01 اکتوبر(اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري وئيلي دي زمونږ نسلونو جمهوريت لپاره قربانۍ وركړي٬ د بلوچستان وكيلانو د امريت په مړانه مقابله كړې ٬ د آمر د بلك لا خاتمه ضروري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په کوئټه كښې بلوچستان هائيکورټ بار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعلي مير سرفراز بګټي او د بلوچستان هائيکورټ بار ايسوسي ايشن ??در محمد افضل حريفال ايډووکيټ او د پيپلز لائرز فورم عهدېدارو ګډون وكړو ۔ په دې موقع بلاول بهټو زرداري ووئيل د صوبې اولس څه موده راهس?? ترهګرۍ سره مخ دے٬ زه منم چې نن حالات ډېر خراب دي خو حالات ھغه وخت هم خراب وٶ كله چې دلته يو داسې كس ناست ٶ چې په ضد ئې تاسو يوه خبره نه شوه كولې ۔ ده ووئيل تاسو ما ته اووائي چې د توهين عد??لت مطلب دا دے چې كه چرې تاسو د يو جج په ضد خبره وكړې نو تاسو ته به ټول عمر سزا كېږي؟۔ ده ووئيل په اسلام ??باد چې څه راوان دي ھغې سره زما هېڅ تعلق نشته۔ ده ووئيل مونږ ته د بشپړه ان??اف تصور د شهيد بهټو د رېفرنس نه وروستو راياد شوے، د آئيني بدلون پحقله زه يو كس لپاره هڅې نه كوم٬ ما ته معلومه ده چې په هېواد كښې ان??اف ترلاسه كېدل ګران دي