باکو۔12نومبر(اے پی پی) وز??راعظم شهباز شریف د ګلېشرز ساتنې لپاره د جدي، پرله پسې او فعاله ګام??نو زيات حاجت په ګوته كولو سره وئيلي دي د انسانيت بقا د ګليشئرز تحفظ سره تړلې ده٬ ګلیشئرز د اوبو لويه ذريعه ده٬ او د ګلېشئرز د نور زیات وېلې كېدو مخنيوي له پرله پسې هڅې او سيمه ايزه مرسته زياته مهمه ده٬ په تلپاتې بنياد??نو د ګلېشئرز تحفظ باوري كولو له به ډېټا شيئرنګ او معياري مانيټرنګ له د هېواد??نو د كار استعداد مستحكم كول وي۔ پاكستان په دې لړ كښې د نړیوالې ټولنې سره کار کولو ته چمتو دے۔ د نهې په ورځ د تاجكستان په كوربتوب كښې د ګلېشئرز د ساتنې په اړه د لوړې کچې یوې غونډې ته په وېنا کښې وز??راعظم شهباز شریف وویل چې د تاجکستان د صدر لخوا د كېدونكې دې مهمې غونډې هركلې كوؤ په كومه كښې چې ګډون کوونکي پلاوي د نړۍ او په خاص توګه په دې منطقه كښې تندۍ سره د وېل كېدونكو ګلېشئرز مخنيوي كښې خپله فعاله برخه اخلي۔ وز??ر اعظم وویل چې د ګلېشئرز د ساتنې نړیوال کال په مناسبت باید یو څرګند پېغام لاړ شي چې د ګلېشئرز د منتقلۍ په ځای دې د دې وېلې كېدل كم كړے شي۔ د وائټل اېكو سسټم تحفظ او سباؤن لپاره تلپاتي آبي وسائل محفوظ كول دي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د لويو ګلاېشئرز كور دے٬ د دې پراخو ذخیرو له زیان??نو ??خه ساتل زمونږ لپاره ضروري دي۔ وز??ر اعظم وویل چې ګلېشئرز د ګردې نړۍ په كروړ??نو انسانانو له لائف لائن دي۔ دې ??خه نړۍ ته 70 فيصده اوبه ترلاسه كيږي۔ په پاكستان كښې 7 زره ګلېشئرز دي كوم چې سندھ درياب ته 60 ??خه تر 80 فيصده اوبه وركوي او د پاكستان د كركيلې 90 فيصده اوبه دې ??خه ترلاسه كيږي كوم چې د 20 كروړه اولس خذمت كوي۔ د كال 1960 په مقابله كښې په ګلېشئرز كښې 23 فيصده كمې شوې دې۔ د دې په نتيجه كښی درجه حرارت كښې زياتوالې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل ‘گلېشئر 2025 اقدام’ د دې بحران په لوري د نړیوال پام راجلبولو لپاره یوه ځانګړې هڅه ده، د ګلېشئرز د لا زیات وېلې كېدو مخنيوي له پرله پسې هڅو ته اړت??ا ده۔ وزيراعظم ووئيل په دې لړ كښې د ډېټا شریکولو او د ګلېشئرز معیاري څارنې لپاره به د هیواد??نو د كار استعداد مستحكم كول وي۔ وز??ر اعظم وويل پاکستان ګلېشئرز مانيټرنګ پروګرام ٬ ارلي وارننګ سسټم او د اوبو ذخيره كولو متبادل حل په شمول نورو اقداماتو له ضروري مرستې ته اړتيا لري۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان ددې قدرتي وسائلو تحفظ له نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه كار كولو له چمتو دے۔ ده ووئيل د ګليشئرز تحفظ له به ټولو هېواد??نو له په ګډه كوټلي ګامونه پورته كول وي۔