اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي) د نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار په ??شر?? كښې نجكاۍ لپاره د کابینې کمېټۍ غونډه وشوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ په غونډه كښې د کمېټۍ نورو غړو پشمول د نجکارۍ، صنعت او خوراك، تجارت، برېښنا ،خزانې وزارت وزيرانو او د بېلو ډویژنو وفاقی سیکرټریز هم ګډون كولو۔ نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ د پی سی بورډ په تجویز غور وكړو د كوم له مخې چې د بلیو ورلډ د اړخه د پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز کارپورېشن لمیټډ (60 فیصده حصص) تقسیم لپاره وړاندې كړې شوې د 10 اربه روپو بولی م??تر?? کولو سفارش وكړے شو۔ کمېټۍ د پی سی بورډ سفارش قبلولو سره پريكړه وكړه او بولی ئې م??تر?? کړه۔ د بیان له مخې نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ د خزانې وزیر مملکت په ??شر?? كښې يوه كمېټي هم جوړه كړه كومه به چې د روزویلټ ??وټ?? نجکارۍ لپاره د ممکنه لېن دېن اختیارات او د ترلاسه قانونی دفعات په رڼا كښې د اختیار کړې شوو تګلارو جاج اخلي۔ نجكارۍ لپاره د کابینې کمېټۍ رارواني غونډې څخه وړاندې د ټولو مسئلو حل كولو او د سروسز انټرنیشنل ??وټ?? خرڅولو لوظنامې ته د حتمی شکل وركولو سپارښتنه هم وكړه