كوئټه 18نومبر(??ے پی پی)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي د صوبائي اسمبلۍ حلقه پي بي 8 سبي څخه د پاكستان پيپلز پارټي كانديد سردار كو??يا?? خان ډومكي له په ضمني ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئېلي دي د پاكستان پيپلز پارټي كانديد كاميابي د صدر مملكت آصف علي زرداري او چيئرمېن بلاول به??و زرداري د بلوچستان دوست پالېسيو نتيجه ده۔خپل پیغام كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي ووئيل پي بي 8 سبي ضمني ټاكنو كښې د پاكستان پيپلز پارټي كانديد سردار كو??يا?? خان ډومكي كاميابي د اولس د باور څرګندونه ده٬پاكستان پيپلز پارټي چې اولس سره كوم لوظونه كړي هغه به پوره كولې شي او د بلوچستان اولس ته د ورمخې ته شوو مسئلو حل لپاره به پاكستان پيپلز پارټي لكه د پخوا خپل كردار ادا كوي٬وزيراعلٰی هيله څرګنده كړه چې سردار كو??يا?? خان ډومكي يو متحرك ځوان لارښود دے كوم به چې د اولس مسئلو حل كولو كښې فعاله كردار ادا كوي او د خپل ارواښاد پلار سردار سرفراز چاكر ډومكي مشن به دومدار?? ساتلو سره د اولس خذمت خپل نصب العين ج??ړوي