اسلام آباد۔19 نومبر(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چیئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي كه پاك پروردګار ته منظور وي د یونیورسټي اولمپیاډ 21 څخه تر 23 نومبر په ك??ميابۍ سره كول به باوري كوؤ٬ نړۍ خپل پام پاكستان پلو ګرځولے ٬ 14 هېوادونو څخه 50 لوبغاړي په ټېنس چيمپ??ن شپ كښې ګډون كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل هېواد كښې مثبت فعاليتونو ته ودې وركولو له ك??ر كوؤ۔ ده ووئيل په ك??پ 29 كنفرنس كښې په پاكستاني پوېلين د ګردې نړۍ نظر دے۔ د وزیراعظم شهباز شریف په ك??پ29 كنفرنس كښې د ګډون كولو په موقع مهمو لارښودو سره ملاقاتونه شوي چې په نتيجه كښې يۍ نړۍ خپل پام پاكستان پلو ګرځولے دے٬ 14 هېوادونو څخه 50 لوبغاړي په ټېنس چېمپ??ن شپ كښې ګډون كوي٬ د 7 هېوادونو لوبغاړي سكوائش لپاره راغلې دي۔ هره مياشت ګڼ شمېر س??لګ??ي ٬ لوبغاړي او سرماريه ك??ر پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل یونیورسټي اولمپیاډ به 21 نومبر څخه تر 23 نومبر په لیاقت جمنیزیم كښې كېږي په كوم كښې چې ګرد هېواد څخه 30 زره ایتھلیټس برخه اخلي۔ ده ووئيل په یونیورسټي اولمپیاډ كښې 10 لوبې شاملې دي۔ دې مقابلو كښې ګډون كولو له د ټولو هېوادونو سفيرانو ٬ اړوندو فريقېنو ٬ پرمختيائي همكارانو او د لوبو تنظيمونو ته بلنې وركړې شوي ۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل سوكاله پاكستان د ځوانانو حق دے۔ ټول قام د 24 نومبر احتج??ج مسترد كړے۔ ده ووئيل د یونیورسټي اولمپیاډ په ك??ميابۍ سره كول به كه پاك پروردګار ته منظور وي باوري كوؤ او انتشاري ډله به ناكامۍ سره مخ شي۔ ده ووئيل 9 مئي د هېواد رېډ لائن دے۔ ده ووئيل فوټیجز څخه دا څرګندېږي چې د هغوي مشرتابه د ترهګرۍ او تخريب كارۍ دعوت وركوي