اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د سرمایه كارۍ ، نجکارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعلیم خان وئيلي دي د نجکارۍ ، سرمایه كارۍ او مواصلات څانګو كښې د كوټلة اقداماتو د لاري مخ په وړاندې تلل غواړو۔ د سرمایه كارۍ بورډ د اړخه جاري پرېس ریلیز له مخې عبدالعلیم خان آذر??ائ??جان كښې د پاکستان سفیر سره د ويډيو لنك غونډې په مهال د آذر??ائ??جان اوسنۍ دورې په رڼا كښې د سرمایه كارۍ په چارو غور او د سباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔عبدالعلیم خان په آذر??ائ??جان كښې د پاکستان سفیر قاسم م??ي الدین سره په فالو اپ هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وډیو لنك غونډه كښې د مواصلات او نجکارۍ وفاقی سیکرټریز هم ګډون وكړو۔هغوي د خپلو محکمو په اړه بریفنګ وركړو۔په آذر??ائ??جان كښې د پاکستان سفیر قاسم م??ي الدین وفاقی وزیر عبدالعلیم خان په بېلو چارو د پیشرفت څخه خبر كړو۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د آذر??ائ??جان بېلي سركاري ادارې په پاکستان كښې سرمایه كاري او د ادارو په نجکارۍ كښې خوښي لري۔په دې موقع وفاقی وزیر عبدالعلیم خان ووئيل د آذر??ائ??جان سره د مواصلات په څانګه كښې په دوه موټرویز اېم 6 او اېم 9 كښې په سرمايه كارۍ كولو غور روان دے۔۔