اسلام آباد۔16دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات ٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د انساني كلتور او ورثې تاريخ په پېړيو پخوانے دے٬ د پاكستان كلتور زمونږ پېژنګلي ده٬ په بېن المذاهب همغږۍ غوره ټولنه وجود مومي٬ د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو له كار كوؤ٬ په خبرو اترو هره يوه مسئله حل كيږي٬ د كلتوري ??نو?? په ب??بل?? د پاكستان سباؤن روښانه دے٬ د كوم هم هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره امن او استحكام ضروري دے۔ د ګل په ورځ په ځائي هوټل كښې د انسټیټیوټ آف ریجنل سټډیز تر اهتمام لاندې د ” هېواد دننه او د پولې پورې غاړه امن ته ودې وركولو له د پاكستان كلتوري ??نو??” په سرخط تابيا كړي ډائيلاګ ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان نه يوازې دا چې د ګندھارا تهذيب په څير د تاريخي ځايونو كور دے بلكې دلته د نړۍ د تر ټولو پخواني تهذيب بدھ مت آثار هم موج??د دي٬ په سندھ كښې موئنجو داړو د 2500 قبل مسیح د یونېسکو ورلډ هېرېټېج سائټ دے او دلته څخه ترلاسه شوي زاړه آثار د پاكستان د پخواني تهذيب ګواهي وركوي۔ ده ووئيل وفاقي پلازمينه اسلام آباد ته نزدې شاه اے دته او د مارګله په غرونو كښې د پخواني بدھ مت آثار موج??د دي٬ دلته سټوپا او نور تاريخي ځايونه د پاكستان د پخواني تهذيب او كلتور ګواهي وركوي۔ ده ووئيل پاكستان يو امن خوښونكے هېواد دے ٬ د پاكستان اولس په ګرده نړۍ كښې په مېلمه پاله اولس پېژندلے شي۔ وفاقي وزير د ځايي خلقو د كلتور او رواياتو ??ړۍ ته د ښودلو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل په پاکستان كښې م??نو?? كلتوري ورثه موج??د ده۔ ده ووئيل مونږ د هېواد د مثبت تشخص رامخې ته كولو هڅه كوؤ٬ نړۍ ته پاكستان ته د راتللو بلنه وركوؤ٬ په قطبي سيمو كښې د سېلګرو په شمېره كښې زياتوالے ليدلې كېږي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د نړيوالې كچې غونډې كيږي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د شنګھائي مرستې تنظيم سرمشريزه غونډه وشوه كومه چې 27 كاله پس د دې كچې اولنے لويې ايونټ ؤ۔ ده ووئيل بهر هېوادونو څخه راتلونكي كسان دې ځاے څخه ښه تاثرات وړي۔ وفاقي وزير ووئيل زما په سيمه كښې 70 زره مسيحي ووټران موج??د دي۔ ده ووئيل مونږ له به مذهبي همغږۍ ته وده وركول وي۔ ده ووئيل زمونږ مذهب اسلام مونږ ته د زغم درس راكوي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې بېلې ژبې ٬ كلتورونه او اقليتونه موج??د دي كوم به چې نړۍ ته ښودل وي۔ ده ووئيل حكومت د ګلګت بلتستان د ځايي خلقو د پخوانو فنونو بحالولو هڅې كوي٬ د نمر په حساب سره د شمېرې كونكي فن “سوريه” يو وارې بيا ژوندي كولو هڅې كولې شي۔ وفاقي وزیر د اے خان ډوېلپمنټ نېټ ورک مننه وكړه كوم چې ځايي خلقو لپاره په زړه پورې كارونه كړي۔ ده ووئيل پاكستان يو ښكلے هېواد دے ٬ پاكستان نړۍ ته د امن پېغام وركوي٬ مونږ د خپل كلتوري ??نو?? او همغږۍ نړۍ ته د وړاندې كولو هڅې كوؤ۔ وفاقي وزير ووئيل په هېواد كښې د موجود تاريخي ورثې تحفظ لپاره هڅې كولې شي۔ ده ووئيل د 18 م آئيني بدلون څخه وروستو ??لتوري ورثې صوبو ته سپارلې شوي او په دې لړ كښې ورسره مرسته كولې شي