اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين ګنډاپور سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې د امن په وضعه او په كرم كښې د امن بحالۍ له په پورته كېدونكو اق??ام??تو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير وزيراعلی ته ??ېبر پښتونخوا كښې امن په ځاے كولو له د بشپړه مرستې باور وركړو۔ د جمعې په ورځ داخله وزير د پېښور وزيراعلی هاؤس دوره وكړه چرته چې اعلی وزير علي امين ګنډاپور ده ته هركلے اووے۔ د ملاقات په مهال وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په خېبر پښتونخوا صوبه كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو د كار استعداد زياتولو كښې به بشپړه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل په كرم كښې امن په ځاے كول تر ټولو لو??ړۍ ترجيح ده٬ د ټولو همكارانو مشاورت سره تلپاتې امن په ځاے كولو له به اق??ام??ت كول وي۔ وفاقي وزير او وزيراعلی د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د قانون نافذ كوؤنكو ادارو شهيدانو ته ?? عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ په خپلو شهيدانو وياړ لرؤ٬ د هغوي ځانګړې قربانيو ته ??لام كوؤ۔ وزیراعلی علي امين ګنډاپور ووئيل د شهيدانو قربانۍ به هېڅكله هېرولې نه شي۔ ده زياته كړه چې په ګډه به د ترهګرۍ د عفريت مقابله كوؤ۔