د كورنيو چارو وزارت په هېواد كښې د اوسنو مظاهرو په مهال د اړي ګړي په اړه د شكاياتو سيل جوړ كړو

image

اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾ د كورنيو چارو وزارت په هېواد كښې د اوسنو مظاهرو په مهال د اړي ګړي په اړه د شكاياتو سيل جوړ كړې۔د كورنيو چارو د وزارت لخوا د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلې شوي دي چې وګړي دې د زيان وېډيو ګانې او عكسونه د شكاياتو سېل ته ولېږي۔د بيان له مخې وګړي په 03315480011 وېډيو ګانې او عكسونه شير كولې شي۔د وېډيو ګانو او عكسونو وركونكو نومونه او نمبرې به پټې ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں