۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د تيونس سفير عادل العربي سره ملاقات كښې خبرې

image
APP79-26 ISLAMABAD: November 26 - H.E. Adel Elarbi, Ambassador of Tunisia called on Chaudhry Fawad Hussain, Federal Minister for Information and Broadcasting. APP

اسلام آباد 26 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان حكومت او اولس تيونس سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ دواړه هېوادونه يو بل سره په مضبوطو خپلولو ٬ تاريخي٬ كلتوري او مذهبي اړيكو تړلي دي۔ پاكستان تيونس سره اړيكې لا مستحكم كول غواړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده پاكستان كښې د تيونس سفير عادل العربي سره ملاقات كښې خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت د افريقا سره خپلو اړيكو ته ترجيح وركوي او تيونس يو مهم هېواد ګڼي۔ كوم چې پاكستان سره په سيمه ايزو او نړيوالو چارو يو ډول دريځ لري۔ د تیونس سفير عادل العربی ووئيل تيونس افريقا لپاره د سترې دروازې كردار ترسره كوي او د دواړو هېوادونو د اولس ګټې له په بېلو څانګو كښې د مرستې بلها موقعې وړاندې كوي۔ ده ددواړو هېوادونو د اړيكو لا مستحكم كولو په حاجت زور راوړو۔ د تیونس سفیر د پاکستان تحریک انصاف حکومت لخوا د بشري پرمختګ ٬ روغتيا او د زده كړو څانګه كښې اصلاحات تر ټولو لومړۍ ترجيح جوړولو ستائنه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں