په قامي لويو لارو او موټروے د وفاقي وزيرانو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو د ټول ټېكس استثنٰی ختمه كړې شوه

image

اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد په منظورۍ نېشنل هائې وے اتهارټۍ په قامي لويو لارو او موټروے د وفاقي وزيرانو د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو د ټول ټېكس استثنٰی ختمه كړې ده ۔د جمعې پھ ورځ جاري شوي يو نوټيفيكشن له مخې دوهم وزير د ټول ټېكس معافۍ مراعات بېرته اخستلو سره وئېلي دي په راتلونكي وخت كښې به كوم هم وزير٬د سېنېټ او قامي اسمبلۍ غړې د ټول ټېكس وركولو نه بغېر په قامي لويو لارو او موټروے سفر ونه كړې شي۔ده ووئيل په اولس دې ټېكس وي او د اولس استازي دې مزې كوي٬دا لړۍ به اوس نھ چلېږي۔ده د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ته هم خواست وكړو چې هغوي ټېكس ادا كړي او اولس لپاره دې مثال جوړ شي۔ده ووئيل د تفريح په ځاې به د مساوات او برابرۍ اصول اختيارول وي۔د تحريك انصاف حكومت د دې امتيازاتو په ضد په حكومت كښې راغلې دې

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں