12م پنځه كلنه منصوبه كښې د كوټلې پرمختګ اهداف ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه كېږي، وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار

image

اسلام آباد 30 جنوری (اے پی پی) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار وئيلي دي حکومت سرکاری ادارو كښې اصلاحات معارفي كولو لپاره تګلاره مرتب كوي، 12م پنځه كلنه منصوبه كښې د كوټلې پرمختګ اهداف ترلاسه كولو ته خاص پام لرنه كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د یو این ډی پی ریذیډینټ کوآرډینېټر نیل بھونے سره ملاقات په مهال وكړه۔ د ګورننس اصلاحات او كوټلې پرمختګ اهداف ترلاسه كولو له یو این ډی پی حمایت ستائلو سره وفاقی وزیر ووئيل د خذمات وركولو او ګورننس اشاری ښه كول د حکومت پالسي ده۔ ده ووئيل د دې اصلاحاتو مقصد ادارو كښې ای ګورننس معارفي كول ، په تکنیکی مسئلو د وزارتونو صلاحیت زياتول او د موجودہ انسانی وسائلو پرمختګ دے۔ وفاقی وزیر ووئيل په ابتدائی توګه د 11 مهمو وزارتونو پرفارمنس کنټریکټ آفر کولې شي۔ وفاقی وزیر بيلو څانګو كښې تکنیکی پوهه وركولو او اړوند پراجیکټ لپاره د یو این ډی پی حمایت وستائلو۔ده ووئيل د حکومت سماجی او معاشی ایجنډا د كوټلې پرمختګ اهداف سره تړلې ده۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں