د 5 كروړه روپو لګښت سره د ګوجرانواله رېلوے سټېشن د ښكلا كار بشپړ شوې

image
APP26-27 LAHORE: March 27 - Federal Minister for Railways Sheikh Rashid Ahmed addressing a press conference at Railway Headquarters. APP photo by Ch. Mubarik Ali

اسلام آباد 01 اپریل (اے پی پی) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد وئېلي د چې د پنځه كروړه روپو لګښت سره د ګوجرانواله رېلوے سټېشن د ښكلا كار بشپړ شوې٬خواهش لرم چې د لاهور او ګوجرانواله ترمينځه شټل ټرين وچلولې شي٬دا ټرين به 40 نه تر 45 دقيقو كښې ځي راځي٬په يوه ورځ كښې به درې ځل ځي راځي۔د دې خيالاتو څرګندونه شېخ رشيد احمد رشيد د ګوجرانواله رېلوے سټېشن پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل مونږ غواړو چې د ګورو نانك په ورځ د ننكانه رېلوے سټېشن هم تاريخي جوړ كړې شي۔د ګورو نانك 250مې برسۍ به د دې افتتاح كولې شي٬مونږ به سيكهانو له د واهګه نه تر ننكانه د مزل ښه آسانۍ وركوو۔ده ووئيل سبا زمونږ په كېبينټ كښې مهم كيس دې مونږ هڅه كوو چې د پي اېس او د ترسيل كار ترلاسه شي٬مونږ قام سره لوظ كړی چې په يو كال كښې به دلس نه تر دولس اربه آمدن كوو۔دا مهال مونږ د خپل هدف څخه څلور اربه څخه زيات آمدن كړی۔ده ووئيل تېره ورځ د خارجه وزير سره زما خبره شوې٬مونږ به سمجهوته ايكسپرېس كيس نړيوال عدالت ته وړو كه فارن آفس مونږ له كليئرنس راكړو نو مونږ به د هند په ضد د سمجهوته ايكسپرېس كيس نړيوال عدالت ته وړاندې كوو ځكه چې هغوي ترهه ګري كړې او ټرين ته يې اور لګولې۔هغه وخت هم زه د رېلوے وزير ووم او اوس هم د رېلوے وزارت زما سره دې۔ده ووئيل د ګوجرانواله وګړو سره لوظ كوم چې د هغوي لپاره به شټل ټرين چلولې شي۔ده ووئيل په 27 تاريخ به وزيراعظم عمران خان چين ته ځي هيله لرم چې زه به هم د هغه سره ملګرے شم٬د اېم اېل ون سره به انقلاب راشي۔د دې څخه وړاندې وفاقي وزير د ګوجرانواله رېلوے سټېشن دوره وكړه۔په دې موقع د پاكستان رېلوے چيف ايګزېكټو افسر محمد آفتاب اكبر٬ډويژنل سپرنټنډنټ عامر نثار چوهدري او د سټېشن اېم ډي شاه روح افشار هم ده سره

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں