اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د اېوي اېشن ډويژن وفاقي وزير غلام سرور خان وئيلي دي برټش اېئر وېز به د جون مياشتې نه اسلام آباد څخه په اوونۍ كښې درې پروازونه چلوي كوم چې 11 كال پس پېل كېدونكې دې۔ د زيارت په ورځ د سماجي رابطو په وېب پاڼه خپل ټوئټ پېغام كښې وفاقي وزير ووئيل برټش اېئر وېز د جون نه اسلام آباد څخه په اوونۍ كښې درې پروازونه چلولو له خوښي څرګنده كړې ده۔ د يادونې وړ ده برټش اېئر وېز ستمبر كال 2008 كښې پاكستان لپاره خپل آپرېشن معطل كړې ٶ