زما مشن د پاکستان څخه د غريبۍ ختمول دي چې پكښی دې سوداګره ورورولي زما ملګرتيا وكړي د وزیراعظم عمران خان د اېف پی سی سی آئی او سوداګرې ورورولۍ پلاوي سره خبرې اترې

image

کراچۍ 24 مئی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې زما مشن د پاکستان څخه د غريبۍ ختمول دي چې پكښی دې سوداګره ورورولي زما ملګرتيا وكړي، کاروبار كښې اسانۍ ، د اېف بی آر اصلاحات او تجارت لپاره ښه چاپيرچل وركولو ته حکومت پام لرنه كوي، حکومت معاشی استحکام ته هم پام لرنه كوي، سوداګره ورورولي دې ایمنسټی سکیم څخه ګټه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فیډرېشن آف پاکستان چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټری (اېف پی سی سی آئی) او سوداګرې ورورولۍ پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ هغه سره ملاقات کړې ؤ۔ پلاوي كښې د فیډرېشن آف پاکستان چیمبرز آف کامرس اینډ انډسټری، کراچۍ چیمبرز آف کامرس، ایمپلائرز فیډرېشن، پاکستان ریډی میډ ګارمنټس، پاکستان لیدر ګارمنټس، رائس ایکسپورټ، پاکستان آټو موټیوپارټس، پاکستان بیډ وئیر ایکسپورټرز، پاکستان ډینم مینو فیکچررز، ټاول منیو فیکچررز، پاکستان ہوزری او نورو کاروباری څانګو نمائندګان ګډون كولو۔ په ملاقات كښې د سندھ ګورنر عمران اسماعیل، د سمندري چارو وفاقی وزیر علی زیدی، د تجارت وزير عبدالرزاق داؤد موجود ؤ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ غواړو چې زمونږ حکومت تر ټولو زيات د سوداګرو او سرمایه کارو دوست حکومت وي، زمونږ مشن دې چې پاکستان څخه غريبي ختمه شي او په دې كښې دې سوداګره ورورولي زما ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل تيرو حکمرانانو د كرپشن د لارې معیشت ته زيان رسولې ، مونږ ته يو خراب معیشت ترلاسه شوې، د غلو سره به احتساب كولې شي۔ ده ووئيل دا مهال حکومت معاشی استحکام ته پام لرنه كوي، اېف بی آر او اسټیټ بانك كښې پوهان تعینات کړې شوي۔ ده په سوداګرې ورورولۍ زور راوړو چې د ایمنسټی اسکیم څخه ګټه پورته كړي۔ وزیراعظم ووئيل حکومت غواړي چې نجی څانګه د معیشت استحکام او اقتصادی پرمختګ كښې كردار ترسره كړي، حکومت به سرمایه کارۍ او تجارتی هلو ځلو وده كښې هر ډول مرسته كوي او ټولې اسانۍ به وركولې شي۔ په دې موقع کاروباری ورورولۍ د اړخه د حکومت په معاشی پالیسو د باور څركندونه وكړه۔ د پلاي د اړخه معاشی استحکام او اقتصادی اهداف ترلاسه كولو له تجاویز هم وړاندې كړې شو۔

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں