شفقت محمود په متفقه توګه د ملګرو ملتونو د يونېسكو ادارې د تعليمي كمېسون صدر وټاكلې كړې شو

image
APP69-15 PARIS: November 15 - Shafqat Mahmood, Minister for Federal Education and Professional Training held bilateral meeting with H.E. Maszlee Bin Malik, Malaysian Minister for Education on the sidelines of 40th Session of UNESCO General Conference at the UNESCO Headquarters. APP

اسلام آباد ۔ 15 نومبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود په متفقه توګه د ملګرو ملتونو په پېرس كښې تعليم ٬ سائنس او كلتور لپاره د (يونېسكو) ادارې په مركزي دفتر كښې د لوړ تعليمي كمېسون صدر ټاكلې شوې۔ د فرانس څخه د ترلاسه خبر پاڼې له مخې خپله ټاكنه وفاقي وزير پاکستان لپاره اعزاز ګرځولو سره ووئيل دا د تعليم په حقله يونېسكو سره په ګډه كار كولو لپاره د پاكستان د عزم اعتراف دے۔ د تعليم وزير ووئيل زه به د يونيسكو د تعليمي كمېسون صدر په حېث خپلو ټولو پلاويو سره د تعليم، سائنس او كلتور د لارې امن لپاره د يونېسكو اغراض او مقاصد په تعميري ډول ترسره كولو او د ملګرو ملتونو د كال 2030 په اېجندا شاملو د كوټلي پرمختګ هدفونه سر كولو لپاره به خواري كوٶ۔ د پاکستان په مشرۍ كښې تعليمي كمېسون سره د خواندګۍ پحقله د يونېسكو د سباٶن لائحې او پروګرامونو٬ د اېجوكېشن پرمختګ لپاره د كال 2030 د هدفونو عملداري٬ د لوړو زده كړو د قابليتونو په اعتراف كښې د نړيوال كنونشن مسودې ته حتمي شكل وركولو نه علاوه ټيچر پاليسي ډائيلاګ لپاره د نړيوال کلاسيفيکېشن فريم ورك پلو د تللو ذريعو او په تګلار غور لپاره په اېجنډا كار كول دي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں