د كراچۍ نوې ټاكلي شوي ميئر بېرسټر مرتضيٰ وهاب او ډپټي ميئر سلمان عبدالله مراد سوګند پورته كړو٬ په كراچۍ كښې په بلدياتي الېكشن كښې فتح د شهيد بې نظير بهټو او د پيپلز ګوند د ټولو شهيدانو په نامه كوٶ۔ بلاول بهټو زرداري

image

کراچۍ 19 جون (اے پي پي) د كراچۍ نوې ټاكلي شوي ميئر بېرسټر مرتضيٰ وهاب او ډپټي ميئر سلمان عبدالله مراد سوګند پورته كولو دستوره د ګل په ورځ په ګلشن جناح (پولو ګراٶنډ) كښې شوې٬ په دې موقع د سندھ الېكشن كمشنرعجاز چوهان د كراچۍ ميئر او ډپټي ميئر څخه د دوي د چوكو سوګند اخستې۔ په دستوره كښې د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د سندھ وزيراعلي سيد مراد علي شاه، ګورنر کامران خان ټېسوري، صوبائي وزيرانو، پارلماني غړو٬ يوسي چيئرمېنز٬ د بېلو هېوادونو سفيرانو٬ قونصل جنرل او د ښار سپين روبو ګډون كړې٬ د سوګند پورته كولو په مهال د كراچۍ ايډمنسټريټر ډاکټر سيد سېف الرحمن نوې منتخب ميئر بېرسټر مرتضٰي وهاب ته د ښار علامتي كونجي وړاندې كړه۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري ووئيل په كراچۍ كښې په بلدياتي الېكشن كښې فتح د شهيد بې نظير بهټو او د پيپلز ګوند د ټولو شهيدانو په نامه كوٶ، د کراچۍ اديرې د ګوند د جيالو نه ډكې دي۔ ده ووئيل د كراچۍ نه تر كشمور د پيپلز ګوند منتخب بلدياتي نمائندګان به د اولس د هېلو له مخې كار كوي٬ د ټګۍ ناسم تورونو ځواب به محنت او كاركردګۍ سره وركوٶ٬ په الېكشن كښې د فتح نه پس به پيپلز پارټي د نورو ګوندونو په حلقه انتخاب كښې تفريق نه كوٶ٬ د كراچۍ د زياتو مسئلو حل لپاره به وفاقي او صوبائي حكومت مرسته كوي۔ په دې موقع نوې منتخب ميئر بېرسټر وهاب رياض او ډپټي ميئر سلمان عبدالله مراد هم وېنا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں