اسلام آباد۔20جون(اے پی پی) وزیرِاعظم شهباز شریف سره ترك صدر رجب طيب اردوان ټېلېفوني تماس ونيولو او په بحيره روم كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښه كښې د پاكستاني وګړو په مړينه يۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د تركيه صدر وزيراعظم ته د كشتۍ په پېښه كښې د مړو شويو پاكستاني وګړو كورنيو لپاره د ترك حكومت او اولس لخوا د خواخوږۍ پېغام هم ورسولو۔ صدر رجب طیب اردوان په پېښه كښې د حق رسېدليو بخښې او غمژنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزیرِاعظم په غمرازۍ كولو او د خواخوږۍ جذباتو په څرګندولو د ترك صدر مننه وكړه۔ وزیراعظم شهباز شریف ووئيل په دې سخت وخت كښې پاكستانې حكومت او اولس د ترك صدر او ترك اولس د خېر خواښۍ جذبو ته د قدر په سترګه ګوري