د ملجم كلاس جنګي جهاز پاك بحريه كښې شموليت دفاعي څانګه كښې په خپلو پښو اودرېدو پلو لويې ګام دے۔وزيراعظم محمد شهباز شريف

image

اسلام آباد 03 اګست (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د ملجم كلاس جنګي جهاز پاك بحريه كښې شموليت دفاعي څانګه كښې په خپلو پښو اودرېدو پلو لويې ګام دے۔ د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې وزيراعظم وئېلي چې د ملجم پراجېكټ سره د پاكستان او تركيې ترمينځه نوې لارې پرانستې شوې دي او دا به زمونږ د دوستۍ تلپاتې علامت ثابت شي۔ده ووئيل چې د پاكستان مالياتي او صنعتي پرمختګ سره سمندري تجارتي هلې ځلې څو چنده زياتېدونكې دي او دې سره به بحري څانګه كښې پراختيا لپاره د اضافي صلاحيت ضرورت پیدا شي۔وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې پاكستان كراچۍ نه تر ګوادر د سمندري انفراسټركچر پرمختګ عزم لري دغسې چې په منطقه كښې د سباؤن تجارتي او ټرانس شپمنټ مركز په توګه خپل ځان تيار كړے شي۔ ده ووئيل چې ملجم كلاس جهاز به زمونږ امنيتي ضروريات پوره كولو كښې مهم كردار ادا كړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں