د چيئر لفټ پېښې ځپلي په كاميابۍ سره رېسكيو كړې شوي٬ د ټولټاكنو د نيټې اعلان به الېكشن كمېشن كوي٬ لنډمهاله حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري۔ د لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي “سي اېن اېن” سره خبرې

image

اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي چې د چيئر لفټ پېښې ځپلي په كاميابۍ سره رېسكيو كړې شوي٬ د ټولټاكنو د نيټې اعلان به الېكشن كمېشن كوي٬ لنډمهاله حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري٬ د ټاكنو كمېسون له حلقه بنديو لپاره لږ نه لږ څلور مياشتې پكار دي٬ سياسي ګوندونو له 54 ورځې انتخابي كمپائن له هم وركول دي٬ په انتخاباتو كښې معمولي تاخير كېدې شي، مونږ خپل كار پېل كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ “سي اېن اېن انټرنېشنل” سره خپلو خبرو كښې كړې۔ د چيئر لفټ پېښې پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د چيئر لفټ پېښه د خېبر پښتونخوا په لرې پرته بټګرام سيمه كښې رامخئ ته شوې چرته چې په رېسكيو هڅو كښې ډېرې ستونزې وي۔ ده ووئيل كله چې ضلعي انتظاميې ته اطلاع وشو نو ھغوي صوبائي او وفاقي اتهارټيز سره رابطه وكړه٬ د آرمي ايوي ايشن، پاکستان ايئر فورس، د پاکستان آرمي سپيشل سروس د ګروپ ځوانانو او جنرل آفيسر کمانډنګ په كاميابۍ سره رېسكيو اپرېشن كړې او ټول متاثرين ئې حفاظت سره راكوز كړېدي۔ ده ووئيل چې صوبائي حكومت د ټول چيئر لفټس د تفصيلي معائنې احکامات جاري كړې دي او د ټول چيئرلفټس معائنه جاري ده او دا خبره باوري كولې كېږي چې بيا لپاره داسې پېښه رامخې ته نه شي۔ مرتضيٰ سولنګي ووئيل دا سيمه د كال 2005 زلزلې او د كال 2010 سېلاب سره ځپلې شوې وه، دلته انفراسټرکچر تباہ شوې ٶ٬ تاسو په دې پوهېدې شۍ چې موسمياتي بدلون څنګه دا سيمه ځپلې ده۔ د الېكشن د تابيا پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووېيل اليکشن کميشن آف پاکستان آئيني ادارہ ده كومه چې د ټولټاكنو كولو ذمه واره ده ٬ ټاكنو كمېسون له حلقه بنديو لپاره لږ نه لږ څلور مياشتې پكار دي٬ سياسي ګوندونو له 54 ورځې انتخابي كمپائن له هم وركول دي٬ په انتخاباتو كښې معمولي تاخير كېدې شي، مونږ خپل كار پېل كړے دے۔ ده ووئيل لنډمهاله حكومت په وړومبۍ اوونۍ كښې چارج سنبهال كړې٬ مونږ خپل كار پېل كړې دې او د ټاكنو كمېشن د وړاندې نه خپل ټائم ټېبل جاري كړے دے۔ ده ووئيل د ټولټاكنو د نيټې اعلان به الېكشن كمېشن كوي٬ لنډمهاله حكومت په دې كښې هېڅ كردار نه لري

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں