د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي د قطر وزيراعظم شېخ عبدالله بن نصيرين خليفه الثاني سره په نړيوالې داخلي سلامتيا كېدونكي نندارتون كښې ګډون وكړو

image

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي د قطر وزيراعظم شېخ عبدالله بن نصيرين خليفه الثاني سره په نړيوالې داخلي سلامتيا كېدونكي نندارتون كښې ګډون كړے ۔د قطر په پايه تخت دوحه كښې كېدونكي نندارتون به تر اكتوبر 31مې نېټې روان وي۔پھ دې موقع د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار خان آفريدي د قطر او پاكستان ترمينځه اقتصادي٬سلامتيا او كلتوري مرستې په بنيادونو د شريكو اړيكو په زياتولو زور راوړو۔د كورنيو چارو دوهم وزير د وزيراعظم عمران خان په هدايت د قطر په دوه ورځنۍ دوره تللې۔د كورنيو چارو داخله وزارت څخه جاري شوي بيان له مخې په نندارتون كښې ګډون كولو څخه وړاندې دوهم وزير شهريار آفريدي د پاكستان سفارت دوره وكړه او هلته قطر كښې يې مېشته پاكستانيانو سره ملاقات وكړو او هغوي ته يې خطاب وكړو۔ده په قطركښې د مېشته پاكستانيانو مسئلې واورېدلې او د هغوي مسئلې زر حل كولو باور ئې وركړو۔ده ووئيل د پاكستان په معيشت كښې د سمندر پورې پاكستانيانو كردار مهم دې او سمندرې پورې پاكستانيانو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ آسانيو وركولو په اړه حكومت ګامونه پورته كوي۔شهريار اپرېدې ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې بهر مېشته پاكستانيانو ته په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښه ماحول ترلاسه شي۔ده ووئيل پاكستان به په كشمير د خپلو اصولو پھ دريځ كومه سمجهوته ونه كړي او د كشمير ملاتړ به په هر فورم روان ساتي

مضمون کا ماخذ : resultados loteria ریو ڈی جنیرو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں