د وزیراعظم وژن له مخې پولیو څخه پاك او صحتمند پاکستان لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي

image

پېښور 07 نومبر(اے پي پي) د پوليو مخنيوي پحقله د خېبرپښتونخوا صوبائي ټاسك فورس مهمه غونډه د شورو په ورځ پېښور كښې د وزیراعظم فوکل پرسن بابر بن عطاء او د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر نويد كامران بلوچ په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د صحت صوبائي وزير هشام انعام الله خان ٬ صوبائي غړو فضل الهي ٬ كامران بنګشن او ټولو ضلعي كشمنرانو او دوهم كمشنرانو ګډون وكړو۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې بابر بن عطاء ووئيل د وزیراعظم د وژن له مخې پولیو څخه پاك او صحتمند پاکستان لپاره به ټولې اسانۍ كارولې شي۔ ده ووئيل د پوليو خاتمې لپاره راتلونكې 6 مياشتې ډېرې اهميت لري۔ ده ووئيل پېښور كښې د پوليو مخنيوي لپاره د پوليو وائرس څخه ځپلو سيمو كښې د ټآكلو غړٶ هلې ځلې مهم پېشرفت دے او په راتلونكي كمپائن كښې به ټاكلې نمائندګان فضل الهي او كامران بنګش په مرسته يادو شوو سيمو ته خاص پاملرنه كولې شي

مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں