قومي اسمبلۍ كښې د سوات ايئرپورټ بندولو په اړه د پام ګرځونې نوټس

image

اسلام آباد ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د شهري هوابازۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو وئيلي دي چې د سوات ايئرپورټ د مسافرو نشتوالي لامله بند كړې شوې وو۔ وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل چې سيدوشريف ايئرپورټ څخه د پروازونو يو وارې بيا پېل كولو له دې كوم نجي ايئرلائن سره خبره وكړې شي۔ د ډاكټر حېدر علي خان د سوات ايئرپورټ بندېدو په اړه د پام ګرځونې نوټس ځواب وركولو سره د شهري هوابازۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو ووئيل چې دا ایئرپورټ كال 2008ء كښې د ترهګرۍ بريد څخه وروستو بند كړې شوې وو۔ نوې وداني جوړه كړې شوې۔ په كال 2014ﺀ كښې د مسافرو نشتوالي لامله دا ايئرپورټ بند كړې شوې۔ وفاقی وزیر مراد سعید ووئيل دې ايئرپورټ څخه د پروازونو بيا پېل كولو له دې كوم نجي ايئرلائن سره خبره وكړې شي ولې چې په ټول هېواد كښې په مسافرو كښې تر ټولو زياته شمېره ملاكنډ ډويژن كښې ده۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں