د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهيل محمود سره خبرې

image

اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان تاؤ تريخوالي كمولو او په اوسني وضعه كښې د ښه والي خوښي لري٬نيغ په نيغه رابطې پھ دې لړ كښې خاص اهميت لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ هند كښې د پاكستان هائي كمشنر سهيل محمود سره خارجه وزارت كښې د ملاقات په مهال وكړه۔د ملاقات پھ مهال د پاك هند اړيكو په اړھ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔خارجه وزير ووئيل پاكستان تاؤ تريخوالي كښې كمي او په اوسني صورتحال كښې د ښه والي خوښي لري٬نيغ په نيغه رابطې پھ دې لړ كښې خاص اهميت لري۔ده ووئيل په 14 مارچ به دواړه هېوادونه د كرتارپور راهدارۍ په لړ كښې مشاورت كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكو ښه والي سره به سيمه كښې امن ته استحكام ترلاسه شي۔دا خبره دې ياده وي هائي كمشنر سهيل محمود به د مشاورت نه پس ډېلي ته ځي

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں