اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پیر نور الحق قادري وۓلي دي چې د روژې مباركه مياشت٬ اخترونه او نور مذهبي اخترونه په يو ځائ يوالي سره لمانځلو لپاره مركزي روېت هلال كمېټي جوړه شوې وه٬ په كمېټۍ كښې موجود كسان د كال 2010 څخه كار كوي د غړو موده درې كاله ده چې پكښې پراختيا كولې شي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې دپوښتنو دمې په مهال د صاحبزادہ صبغت اللہ د پوښتنې په ځواب پیر نور الحق قادري ووئيل دا كمېټي په كال 1974 كښې جوړه شوې وه چې د اسلامي مياشتو او د مذهبي اخترونو په يو ځائ لمانځل ٶ٬ د بده مرغه ذاتي يا نجي كمې
ټو تل د مركزي كمېټۍ پرېكړو سره اختلاف كړې په دې لړ كښې قامي يوالې ونه كړې شو۔ده ووئيل اوسني حكومت زونل ٬ صوبائي كمېټۍ فعاله كول غواړي ځكه چې روژې او اخترونو لپاره د نيټې ذمه واري د مركزي كمېټۍ وي٬ مونږ له قانون سازۍ ته اړتيا ده كومه چې د صوبو نه غېر نه شي كېدې٬ سندھ اسمبلۍ څخه قرارداد راغلې دې٬ نورو اسمبليو څخه به قراردادونه راځي٬ مونږ به هڅه كوٶ چې د ټولو مسلكونو ٬ اړوند څانګو او د مذهبي چاورو وزارت نمائندي وي دغسې چې يوالي سره دا اخترونه ولمانځلې شي۔ ده ووئيل هڅه كوٶ چې ميډيا هم آن بورډ وساتلې شي دغسې چې د ذاتي نجي كمېټو اعلان ته په ميډيا ځائ ورنه كړې سي۔ د رفیع اللہ په پوښتنه ده ووئيل اخترونو لپاره شريعت رويت شرط ګرځولې دې خو اړوند ادارو څخه معاونت اخستلې كېدې شي