د شوال مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه د جون په 4 مه نېټه كېږي

image

اسلام آباد ۔ 26 مئی (اے پی پی) د شوال مياشت ليدلو له د مركزي رويت هلال كمېټۍ غونډه د جون په 4 مه نېټه كېږي۔ د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وزارت ذريعو لمخې د رويت هلال كمېټۍ غونډه به د كمېټۍ چيئرمېن مفتي منيب الرحمن په مشرۍ كښې كراچۍ كښې د موسمياتو څانګې ودانۍ كښې كيږي۔ د زونل او ضلعي رويت هلال كمېټيو غونډې به خپلو خپلو مركزونو كښې كيږي۔ اسلام آباد كښې به د رويت هلال كمېټۍ غونډه د مذهبي چارو وزارت كښې كيږي۔

مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں