قانون د شهباز شريف د راتګ په انتظار دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 07 جون (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې قانون د شهباز شريف د راتګ په انتظار دے٬ هيله ده چې هغه به خپل زوې او زوم هم ځان سره راولي٬ مريم صفدر دې پلار ته په هېواد او قوم ترجيح نه وركوي۔ تېره ورځ په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې آئين او قانون د مريم صفدر پلار ته چې كومه سزا وركړې هغه دې تسليم كړي۔ هغې ووئيل چې په پانامه كښې چې كوم انكشافات شوي دي٬ هغه د ټول قوم په وړاندې دي۔ هغې شهباز شريف ته ووئيل چې قانون ستاسو د راتګ په انتظار دے۔

مضمون کا ماخذ : estatisticas lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں