د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره خبرې

image

اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د محصولاتو دوهم وزير حماد اظهر وئيلي دي چې د اپوزيشن ګوندونو لخوا د ټول ګونديز كنفرنس رابللو مقصد اېن آر او لپاره فشار اچول دي٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ مشران په يو پېج نه دي٬ شهباز شريف يو پلو او نااهل مريم نواز په بل پلو ولاړه ده٬ د مولانا فضل الرحمان پشان كس اے پي سي راغواړي چې تېر وخت ئې ټولو ته معلوم دے۔ د اتوار په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې په تېر وخت كښې د نوابزاده نصرالله خان په شان شخصيت اپوزيشن يو ځائ كړے و٬ په هغه اپوزيشن باور لرلو او هغه يو زيرك سياستوال و۔ ده ووئيل چې په مولانا فضل الرحمان ټول سياسي ګوندونه باور نه كوي٬ د اپوزيشن ګوندونو لخوا د ټول ګونديز كنفرنس رابللو مقصد اېن آر او لپاره فشار اچول دي خو داسې به ونه شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پيپلز ګوند د سېنېټ چيئرمېن راوستې٬ اوسې ئې لرې كولو لپاره بلېك مېلنګ كوي٬ كه لرې ئې هم كړي٬ دې سره څه فرق نه پرېوځي۔ ده ووئيل چې د اپوزيشن اے پي سي د پېل كېدو نه وړاندې ختم شوے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا ٹکٹ کیسے خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں