د پاك افغان خبرو اترو په مهال د ټرانزټ ټريډ، سيمه ايزو رابطو٬ منطقه كښې د امن ٬ سلامتيا او استحكام پشمول په ټولو چارو تفصيلي خبرې وشوې

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د وزيراعظم عمران خان د سيمه ايزې سلامتيا ، رابطو او د امن او استحکام وژن له مخئ د افغان اولس مشر د پاكستان دوره مهمه ګرځولو سره وئيلي دي د پاك افغان خبرو اترو په مهال د ټرانزټ ټريډ، سيمه ايزو رابطو٬ منطقه كښې د امن ٬ سلامتيا او استحكام پشمول په ټولو چارو تفصيلي خبرې اترې شوې دي ٬ د عملي اقداماتو ضرورت رامخې ته كړې شوې ٬ پاكستان افغانستان سره خپل برآمدات تر 3 اربه ډالرو رسول غٶاړي٬ د افغان اولس مشر دوره به دوه اړخيزه اړيكې مثبت پلو مخ په وړاندې بوتللو لپاره سبب وګرځي٬ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان نړۍ سره كوټلې رابطې زياتېږي٬ سيمه ايزې رابطې د دې ورومبۍ كړۍ ده۔ ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان د زيارت په ورځ د افغان اولس مشر اشرف غني د پاكستان دورې پحقله ميډيا سره خاص خبرو كښې ووئيل افغان اولس مشر اشرف غني د وزيراعظم په بلنه د پاكستان په سركاري دوره راغلې ۔ اولس مشر اشرف غني وزيراعظم عمران خان سره يو په يو ملاقات كړې او د پلاويو په كچه خبرې اترې شوي چې پكښې دوه اړخيزه اړيكې او د منطقې د صورتحال احاطه شوې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل سيمه ايزې سلامتيا ، رابطې ،امن او د استحکام وژن له مخې د افغان اولس مشر دا مهمه دوره وه٬ د وزيراعظم عمران خان وژن دے چې د پاکستان د ګردې نړۍ پشمول ګاونډيانو هېوادونو سره د دوه اړخيزه اړيكو بهتري٬ منطقه كښې د امن وده او دوه اړخيزه تجارت باوري كولو سره سره د بېلا بېلو هېوادونو د اولس اولس سره رابطې زياتول دي او د افغان اولس مشره دوره هم د دغې سوچ له مخې ده۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم عمران خان سره د افغان اولسمشر اشرف غني د پلاويو په كچه هم خبرې شوې چې پكښې د يو مختلف ماحول ٬ سوچ او مخ په وړاندې تګ له د عزم سره خبرې شوې٬ دې ووئېل د دغې خبرو محور دا ؤ چې د خبرو اترو سره سره زيات عملي اقداماتو پلو دې ګامونه واخستې شي ۔ دې ووئيل دواړه ګاٶنډي هېوادنه دي او دواړه په سماجي٬ سياسي، مذهبي،كلتوري او په تهذيبي خپلوليو تړلې شوې ۔ دې ووئيل دا وخت چې كوم كوم ځائ شخړې رواني دي د ھغې هوارولو لپاره په ګډه مخ په وړاندې ته اړتيا ده ۔ دې ووئيل د وزيراعظم عمران خان او افغان اولسمشر اشرف غني ترمېنځه يو په يو خبرې هم شوې چې پكښې په يو شمېر مهمو چارو خبرې شوې۔ خاص مرستيالې ووئيل خبرو اترو كښې د افغان اولس مشر دوره به دوه اړخيزه اړيكې مثبت پلو مخ په وړاندې بوتللو لپاره پېش خېمه وګرځي۔ دې ووئيل په مهال په دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ ټريډ هم خبرې شوې ٬ تجارتي راهدارۍ كښې يو چېلنج دا دے چې د راهدارۍ د تجارتې سامان هم پاكستان ته سمګل كېږي چې ورسره د پاكستان صنعت ته په دې لړ كښې هم ستونزې رامخې ته دي او په دې لړ كښې هم تفصيلي خبرې شوې چې پكښې پرېكړه شوې چې د پاكستان د تجارت وزير به جولائي كښې د افغانستان دوره كوي چرته چې به جوائنټ وركنګ ډله د دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ ټرېډ پحقله د اتفاق سره بېلا بېلې پاليسۍ رامخې ته كوي ۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل سرمايه كاري مهمه برخه وه د خبرو٬ دا مهال پاكستان افغانستان سره 1.2 بېليونه ډالره برآمدات لري او افغانستان څخه 400 مېليونه درآمد كېږي٬ دې ووئېل اوسنې حكومت دا هڅه كوي چې افغانستان سره برآمدات تر 3 اربه ډالرو ورسولې شي۔ دې ووېيل د امن عمل باوري كوٶ چې امنيت او استحكام وي نو سرمايه كاري به په تندۍ سره زياتېږي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د اطلاعات وزارت ذمه واري ده چې د نورو هېوادونو وزارتونه خپلو وزارتونو سره وتړي۔ دې ووئيل د ژورنالېسټ اېكسچېنج پروګرام له مخې به پاكستان د افغان خبريالانو هركلې كوي٬ د افغانستان د اطلاعات وزير سره هم د كلتور په وده خبرې شوې٬ افغانستان سره

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں