د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان راډيو پاكستان كښې خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP62-08 LAHORE: October 08 – Special Assistant to Prime Minister on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons at PBC office. APP photo by Mubarak Ali

لاهور 08 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي اولس چې څوك رد كړې حكومت به د هغوي نه ولې يرېږي٬اول به په بهرنيو اشارو هغوي ته رېليف ترلاسه كېدو٬په زندانونو كښې پرتو كسانو آله كار بهر ناست دي٬اوس د وزيراعظم د كلكو ارادو نه پس دغه خلق د مايوسۍ ښكار او په هېواد كښې د انتشهار خپرولو هڅې كوي٬وزيراعظم د كشمريانو د حقيقي سفير حق ادا كړې٬د هند بيانيې سره د هغوي ټول انويسټمنټ نړۍ ته په ډاګه شوې٬د اقتدار څخه محروم مولانا فضل الرحمان په انشتهار خپرولو مجبور دے ٬د راډيو پاكستان د ملازمانو پنشن له 7 ملينه روپۍ رېليز شوي٬د فنكارانو او ملازمانو د مېډيكل بلونو 70 ٬ 70 ملينه روپۍ هم جاري شوي٬د ملازمانو پروموشن به د بورډ سفارشاتو او د كاركردګۍ په بنياد كولې شي۔راډيو پاكستان د ټول هېواد غږ ګرځېدلې٬د وزيراعظم په سپارښتنه به په دې اداره كښې اصلاحات كولې شي او دا به لا ښه كولې شي۔د راډيو پاكستان مالي صورتحال تشويش ناك حد ته رسېدلې٬پھ دې اداره كښې به د نړيوال معيار اصلاحات كولې شي۔دې د نهې په ورځ راډيو پاكستان كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔دې ووئيل د ادارې د ملازمانو د غوښتنو په منظورېدو يونين او وزارت يو موټې شوي۔دې ووئيل د راډيو د ملازمانو غوښتنې منظور شوي۔اوس حكومت د دې د سټراكچرائزنګ پلان جوړوي ځكه چې د راډيو پاكستان ډيجيټلائزېشن كول د هغې د 70 كاله پخواني آلات بدلولو سره تړلې شوي۔دې ووئيل د زلزلې له امله په ميرپور كښې د راډيو پاكستان ودانۍ ته زيان رسېدلې خو بيا هم په سمدستي توګه هلته نشريات د ټينټ څخه جاري كړی شوي ځكه چې د مېرپور راډيو سټېشن په مقبوضه كشمير كښې د پاكستان د غږ په توګه پیژندلې كېږي۔دا مهال په سرينګر كښې چرته چې د انټرنېټ پشمول په ټوله مېډيا بندېز دے٬راډيو پاكستان يوازنۍ ذريعه ده كوم چې په مقبوضه كشمير كښې د پاكستان غږ ګڼړلې كېږي۔دې ووئيل د پخوانو آلاتو په وجه د راډيو پاكستان د سامعينو شمېره كمه شوې٬حكومت راډيو پاكستان ته د سي پیك ترمخه د مطلوبه جديدو آلاتو وركولو پريكړه كړې۔دې ووئيل وزيراعظم د چين سرمايه كارو ته وئېلي دي چې پاكستان د سرمايه كارۍ لپاره محفوظ هېواد دے٬خاص مرستيالې ووئېل د وزيراعظم په سپارښتنه درې راډيو سټېشنې٬راډيو چائنا آؤټ سورس كړې شوي دغسې د ګوادر پشمول پنځه راډيو سټېشنې د چائنا راډيو ته آؤټ سورس كولې شي۔دې ووئيل د تركيې اولس مشر هم پاكستان ته راځي د هغه سره به هم په يوه لوظ نامه لاس ليك كولې شي۔د وائس آف امريكا سره ايئر ټائم شيئر شوے هغه به لا قوي كولې شي۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئېل د ټيوټا او نيوټېك د لارې كميونټي راډيو ته هم وده وركړی كېږي٬د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل اولس چې څوك رد كړې حكومت به د هغوي څخه ولې يرېږي٬اول به په بهرنيو اشارو هغوي ته رېليف ترلاسه كېدو٬په زندانونو كښې د پرتو كسانو آله كار بهر ګرځي٬اوس د وزيراعظم د كلكو ارادو نه پس دغه خلق د مايوسۍ ښكارېدو سره په هېواد كښې اړې ګرې خپرولو له هڅې كوي۔د دې څخه وړاندې ډاكټر فردوس عاشق اعوان د راډيو پاكستان لاهور دوره وكړه چرته چې هغې ته په بېلو چارو بريفنګ وركړې شو

مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں