د روډ ټو مكه پروژه د هېواد نورو ښارونو ته پراخا كول غواړو۔ ډاكټر نورالحق قادري

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير ډاكټر نورالحق قادري وئيلي دي چې د غوره تربيتي پروګرام د لارې به د حج انتظاماتو په لا ښه كولو كښې مرسته وشي٬ د روډ ټو مكه پروژه د هېواد نورو ښارونو ته پراخا كول غواړو۔ د ګل په ورځ د اسلام آباد په حاجي كېمپ كښې حج 2020م لپاره د تربيې پنځم مشاورتي وركشاپ ته په خپله وېنا كښې نورالحق قادري ووئيل چې د حاجيانو تربيې ته خاص پام كوو٬ غوره تربيې سره به د حاجيانو ستونزې كمې شي۔ ده ووئيل چې تېر كال هم د يو لك نه زياتو حاجيانو ته تربيه وركړې شوې وه۔ ده ووئيل چې د حاجيانو ستونزې حل كولو لپاره به د سعودي د حج وزارت سره خبره كوو۔ ده ووئيل چې تېر كال د اسلام آباد څخه روډ ټو مكه پروژه پېل كړې شوې وه٬ غواړو چې دا پروژه د هېواد نورو ښارونو ته هم پراخه كړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں