نن د پخوا په مقابل كښې پاكستان كښې د ترهګرۍ كوم منظم نېټ ورك نشته۔ د ډي جي آئي اېس پي آر بابر افتخار پرېس بريفنګ

image

پنډۍ ۔11جنوری(اے پی پی) د آئی اېس پی آر وياند مېجر جنرل بابر افتخار وئيلي دي پاك پوځ ٬ استخباراتي ادارو او تر ټولو زيات پاكستاني اولس په يووالي د ټولو ستونزو بشپړه مقابله كړې او د يو قام په حېث ئې مونږ د لوي څښتن په فضل كامياب كړې يؤ۔ په لوئيديزه پوله پخوانو قبائلي ضلعو كښې امن راوستو سره سره دغلته د سماجي او معاشي پرمختګ منصوبې پېل كړې شوي۔ د ترهګرۍ په ضد د كاميابو عملياتو په نتيجه كښې د سلامتيا مجموعي وضعه ښه شوې۔ نن د پخوا په مقابل كښې پاكستان كښې د ترهګرۍ كوم منظم نېټ ورك نشته۔ كه هند ناوړه ارادې لرې يا د پاكستان په ضد د هائبرډ جنګ اېپلی کېشنز،كه خطر داخلي وې يا بهرنے ٬ مونږ ټول عمري د ثبوتونو او حقائقو د لارې دغه په ګوته كړي او د دغې مو په مړانه مقابله هم كړې ۔د کائېنټک خطرو په مېدان كښی د ناكامۍ نه وروستو هند ھائبرډ او ففتھ جنرېشن وار پلو خپل پام ګرځولے۔ د ګل په ورځ د پرېس بريفنګ په مهال هغه ووئيل تېر كال 2020 په تېرو لسو كلونو كښې يو سخت كال ؤ ۔ په كال 2020ء كښې د سلامتيا چېلنجونو سره سره د قحطي ملخانو او د كورونا وائرس نړيوالې وباﺀ د پاكستان معيشت او فوډ سېكورټي خطر سره مخ كړي وو۔ د تېرو 10 كلونو په مهال كه يو اړخ ته په ختيزه پوله او لائن آف كنټرل د هند لخوا شر او شدت روان ؤ نو بل اړخ ته په لوئيديزه پوله د کالعدم ترهګرو تنظيمونو د لارې پاكستان غېر مستحكم كولې شو۔ هغه ووئېل د دې ټولو چېلنجونو باوجود ټولو قومي ادارو ٬ پاك پوځ ٬ استخباراتي ادارو او تر ټولو زيات پاكستاني اولس د ټولو ستونزو بشپړه مقابله كړې او د يو قام په حېث ئې مونږ د لوي څښتن په فضل كامياب كړې يو ۔هغه ووئېل پاک افغان او پاک ایران پوله محفوظولو له پرله پسې ګامونه پورته كړی شوي۔ د ترهګرۍ په ضد د كاميابو عملياتو په نتيجه كښې د سلامتيا مجموعي وضعه ښه شوې۔ نن د پخوا په مقابل كښې پاكستان كښې د ترهګرۍ كوم منظم نېټ ورك نشته۔ هغه ووئېل كه د هند ناوړه ارادې وې يا د پاكستان په ضد د هائبرډ جنګ اېپلی کېشنز،كه خطرې داخلي وې يا بهرنۍ ٬ مونږ ټول عمري د ثبوتونو او حقائقو د لارې دغه په ګوته كړې او د دغې مو په مړانه مقابله هم كړې او دا خبره نړۍ هم مني ولې چې ګټه ټول عمري د ريښتيا وي۔ مېجر جنرل افتخار ووئيل آپرېشن ردالفساد د يوې لسيزې كاميابۍ لا مضبوطې كړې۔ د آپرېشن ردالفساد د لارې 3 لکه ،71 زره 171 انټیلی جنس بېسډ عمليات شوي۔ هغه ووئيل نن ټولې قبائلي ضلعې د خېبر پختونخوا برخه دي۔ كال 2020ﺀ كښې د ترھګرۍ پېښو كښې د كال 2019 په مقابل كښې 45 فیصده كمے رامخې ته شوے۔ په كال 2013 كښې 90 پېښې د كال وې ولې نن دا 13 پېښو ته راغلي۔ هغه ووئېل قانون نافذ كوؤنكو ادارو تېر كال د ترهګرۍ د 50 فيصده نه زياتې هڅې ناكامه كړې۔ په كال 2013 كښې 414 وګړي د ترهګرۍ په پیښو كښې شهيدان شوي وو ولې په كال 2020ﺀ كښې دا شمېره 98 ته راغلې۔ په ځانمرګې بريدونو كښې 97 فیصده كمے راغلے۔

مضمون کا ماخذ : raspadinha caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں