اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) د هاٶسنګ او د پي اېس ډي پي له مخې بېلو منصوبو لپاره د تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې ده۔ د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه د شورو په ورځ د خزانې وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو سيد نويد قمر،خرم دستګيرخان، پارلماني غړي شاهد خاقان عباسي، وزير مملکت ډاکټرعائشه غوث پاشا، وزير مملکت مصدق ملك، خاص مرستيال طارق باجوه، طارق محمود پاشا، وفاقي سېكترانو او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې په پنجاب كښې روان مالي كال اېس اے پي له مخې د كورون جوړولو منصوبې لپاره د يو ارب روپۍ٬ د استوګنې سكيمونو جوړولو لپاره د هاٶسنګ وزارت لپاره 14802.32 مېليونه روپۍ، د هاٶسنګ وزارت 15 پرمختيائي منصوبو لپاره 1209.45 مېليونه روپۍ، د تل پاتي پرمختيائي هدفونو د اچيومنټ پروګرام په مد كښې كابينه ډويژن لپاره 5 اربه روپۍ، د پي اېس ډي پي له مخې پنجاب او په خېبرپښتونخوا كښې د پرمختيائي منصوبو په مد كښې د توان وزارت لپاره 1773 مېليونه روپۍ، د نړيوال بېنك پراجيکټ له مخئ د تعليم وفاقي وزارت لپاره 3.96 اربه روپۍ، د نشه اي توكو مخنيوي وزارت لپاره 130 مېليونه روپۍ، د نشي اي توكو مخنيوي فورس آپرېشنل خرڅونو لپاره اته مېليونه روپۍ او په روان مالي كال كې د بجټ شارف فال څخه مخنيوي لپاره ريونيو ډويژن لپاره 6 مېليونه روپۍ تكنيكي ضمني ګرانټس منظوري وركړې شوې ده۔