شهباز شریف هېواد ديواليه كېدو څخه ساتلے٬ د نوي مالي كال په مهال به صنعت كارۍ ته وده وركولې شي، حکومتی اقداماتو سره به كه پاك پروردګار ته منظور وي د 3.5 فیصده جی ډی پی نمو ترلاسه كولو كښې بريالي شؤ ۔ اسحاق ډار

image

اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) وفاقی حكومت دروان مالی كال 23۔2022 اقتصادی سروے جاری كړې ده چې له مخې ئې معاشی شرح نمو 0.29 ، د زرعی څانګي نمو 1.55 فیصده، د صنعتی څانګي منفی 2.94 فیصده، د خدمات څانګي شرح نمو 0.86 فيصده وه ، جولائی نه تر مئی 2023 د افراط زر شرح 29.9 فیصده ریكارډكړې شوې،د محصولات وصولۍ كښې 18.1 فیصده اضافه شوې، مالیاتی خساره د جی ډی پی 4.6 فيصده وه، كرنټ اكائونټ خساره كښې 76 فیصده ، تجارتی خساره كښې 40.4 فیصده ، درآمدات كښې 29.2 فیصده او برآمدات كښې 12.1 فیصده ، ترسیلات زر كښې 13 فیصده او نيغ په نيغه غیر ملكی سرمایه كارۍ كښې 23.2 فیصده كمی شوې۔د زيارت په ورځ د خزاني وفاقی وزیر سینیټر اسحاق ډار د وفاقی وزیر احسن اقبال او اقتصادی ډلي سره پرېس كنفرنس كښې اقتصادی سروے جاری كړه۔ده ووئيل موجوده حكومت خپل ترجیحات د روایتی ترقیاتی تصور څخه لرې د ایكویټی، امپاورمنټ، انوائرنمنټ او انرجی (5 ایز) په احاطه كونكي فرېم ورك وړاندې كړي كوم چې به په موجوده چیلنجز قابو موندلو او د اولس د ژوند معيار ښه كولو كښې مرستياله وګرځي۔ موجوده مالی كال 2023 د بهرنی او د هېواد عواملو حوالې سره يو ګران او چیلنجنګ كال ؤ، حكومت د مجموعی معاشی حالاتو ښه كولو لپاره هر ممكن ګامونه پورته كړي۔ موجوده حكومت د مېكرو اقتصادی استحكام بحالۍ او د معیشت كوټلي پرمختګ پلو روانولو او د سرمایه كارو باوري زياتولو له لوظي دے۔ده ووئيل موجوده حكومت چې كله اقتدار سنبھال كړو نو معیشت د ځيني ستونزو سره مخ ؤ ، خراب مالیاتی پوزیشن ، د ګرانۍ بوج ، زياته شوې تجارتی خساره، زياته شوې كورنۍ او بهرنۍ ادائیګي او داسې نورو ستونزو سره مخ ؤ، مالی كال 2022 كښې 6.10 فیصده شرح نمو ترلاسه شوي خو هغه په ځاي ساتل ممكن نه ؤ ځكه چې د دې په وجه میكرو اقتصادی عدم استحكام پیدا شوې ؤ، د معیشت غیر معمولی تندۍ په وجه تجارتی او مالیاتی خساري معیشت تباه كولو ته رسولې ؤ۔د مالیاتی خساري تناسب سره 5.8 (2018) فیصده څخه زياتيدو سره 2022 كښې 7.9 فیصده ته رسيدلې وه۔ مالی كال 2018 كښې تجارتی خساره 30.9 اربه ډالره وه كومه چې زياتيدو سره 39.1 اربه ډالره ته رسېدلې۔ كرنټ اكاؤنټ خساره د جی ډی پی 4.7 فیصده یعنی 17.5 اربه ډالره ته رسېدلې وه۔ نيغ په نيغه بهرنۍ سرمایه كاری 2.8 اربه ډالره څخه كميدو سره 1.9 اربه ډالره ته راغلې وه۔ اېف بی آر محصولات 9.8 فیصده څخه كمېدو سره د جی ډی پی 9.2 فیصده ته راغلي وو ۔شرح سود 6.5 فیصده څخه زياتيدو سره 13.75 فیصده ته رسيدلې وه۔ ګرځنده قرضه 1148 اربه روپو څخه زياتيدو سره 2467 اربه روپۍ ته رسيدلې وه۔ سركاری قرضې 63.7 فیصده څخه زياتيدو سره د جی ډی پی تناسب سره 73.9 فیصده ته رسيدلې وې۔ مجموعي حكومتی قرضه كومه چې په كال 2018ء كښې 25 كھربه وه ، د پی ټی آئی څلور كلن دور كښې 19 كھربه روپۍ اضافه شوې او دا زياتيدو سره 49.2 كھربه روپۍ (جون 2022 ) ته رسيدلې۔ د پی ټی آئی دور كښې د هېواد قرضونوكښې نزدې 97 فیصده اضافه شوې۔ مجموعی قرضه او ادائیګۍ د پی ټی آئی حكومت كښې 29.9 كھربه څخه زياتيدو سره نزدېً 100 فیصده اضافې سره 59.8 كھربه ته رسيدلې۔ده ووئيل د پی ټی آئی حكومت پرېښودلو څخه وړاندې د آئی اېم اېف سره ترسره شوي شرائط عملي شوي نه ووبلكې كومه معاهده چې شوې وه د هغې برعكس كار شوې چې له امله ئې د پاكستان وقارځپلې شوې، د دې ډول پالیسیو په نتيجه كښې موجوده حكومت ته چې كوم معیشت ورثه كښې ترلاسه شوې هغه تباهۍ ته رسيدلې ؤ۔ د اقتصادی سروے له مخې مالی كال 2023 كښې د معاشی پرمختګ شرح نمو 0.29 فيصده وه۔ د زراعت څانګه كښې 1.55 فیصده صنعتی څانګه كښې منفی 2.94 فیصده دغسې د خدمات په څانګه كښې شرح نمو 0.86 فيصده وه۔ د سېلاب تباهكارو ، نړيوالې كساد بازارۍ، او د سختو اقتصادی پرېكړو /پالیسیو په وجه معاشی شرح نمو كښې كمی شوې۔ جولائی نه تر مئی 2023 اوسط افراط زر 29.2 فیصده ریكارډكړې شوې۔د ګرانۍ زياتيدو لويه وجه په نړيواله كچه د تېل، دالونو او اجناس بيعو كښې اضافه نړيوال رسد كښې خلل، د سېلاب په وجه د مهم فصلونو ضیاع، سیاسی عدم استحكام او د روپۍ په قدر كښې كمی دې۔ د جولائی نه تر مئی مالی كال 2023 په مهال د فیډرل بورډ آف ریونیو ټیكس محصولات كښې 16.1 فیصده اضافه ریكارډكړې شوې۔ او دا د تير مالی كال 5,348.2 اربه روپو په مقابله كښې 6210 اربه روپۍ ریكارډشوې۔بېل ټیكس پالیسیو كښېښه والي او انتظامی اصلاحات د حكومتی محصولات زياتولو كښې مرستياله ګرځيدلي۔ ټیكس دائره كار زياتولو لپاره سيمه ايز دفتروكښې نوي ټیكس وركونكو لپاره خصوصی اقدامات شوي چې له امله ئې اېف بی آر دروان مالی كالوړومبو 9مياشتو كښې د 7 لكهه ټیكس وركونكو هدف په مقابله كښې تقریباً 9 لكهه 12 زره نوي ټیكس وركونكي رجسټرډ كړې دي۔ د روان مالی كالوړومبو 10 مياشتو په مهال مالیاتی خسارهد جی ډی پی 4.6 فیصده ریكارډكړې شوې كومه چې تير مالی كال د دې مودې په مهال 4.9 فيصده وه۔ د روان مالی كال وړومبو 10 مياشتو په مهال پرائمری بېلنس 99 اربه روپۍ سرپلس ؤ كوم چې تير مالی كال دې موده كښې 890 اربه روپۍ خساره كښې ؤ۔ جولائی نه تر اپریل 2023 په مهال كرنټ اكاؤنټ خساره كښې 76 فیصده كمی شوې او دا كمېدو سره 3.3 اربه ډالره ته راغلې كوم چې د تير مالی كالدې مودې په مهال 13.7 اربه ډالره ؤ۔جولائی نه تر مئی 2023 په مهال تجارتی خساره 40.4 فیصده كمی سره 25.8 اربه ډالره ریكارډ كړې شوې كومه چې د تېر مالی كال وړومبو 11 مياشتو كښې 43.4 اربه ډالره وه۔ جولائی نه تر مئی موجوده مالی كال 2023 په مهال درآمدات كښې 29.2 فیصده كمې شوي او دا د تير مالی كال وړومبو 11 مياشتو په مهال 72.3 اربه ډالره مقابله كښې 51.2 اربه ډالره ته راغلي۔ د جولائی نه تر مئی موجوده مالی كال 2023 په مهال برآمدات كښې 12.1 فیصده كمی ریكارډ كړې شوې او تير مالی كال كښې 28.9 اربه ډالرهڅخه كميدو سره 25.4 اربه ډالرهته راغلې۔ د روان مالی كال وړمبو 10 مياشتو په مهال ترسیلات زر 13 فیصده كمی سره 22.7 اربه ډالره ریكارډ كړې شوي كوم چې تېر مالی كال دې موده كښې 26.1 اربه ډالره ؤ۔ جولائی نه تر اپریل موجوده مالی كال 2023 په مهال غیر ملكی نيغ په نيغه سرمایه كارۍ كښې 23.2 فیصده كمې شوې او دا كمېدو سره 1170.1 ملیونه ډالره ته راغلې۔ تير مالی كال دې موده كښې نيغ په نيغه غیر ملكی سرمایه كاری 1533.7 ملیونه ډالره ریكارډ شوې وه۔
د خزانې وزیر ووئيل په سږني مالي كال كښې د کفایت شعارۍ اقدامات شوي٬ غېر هدفي زرتلافۍ ختم كړې شوې٬ ټول بهرني واجبات او د ذمه وارو په وخت ادائیګی باوري كړې شوې په درآمداتو كښې خوراكي توكو او داروګانو ته ترجيح وركړې شوې، دې سره سره برآمداتو ته هم بشپړه پاملرنه شوې٬ د پاك پروردګار په فضل د لېټر آف كرېډټ 90 فيصده مسئلې حل شوې دي٬ زری پالیسی سخته ساتلې شوې ده خو د افراط زر په تناظر كښې داسې كول ضروروي ٶ، زه تل د ډي وېليواېشن په ضد يم ځكه چې د روپۍ په قدر كښې كمي سره ګراني زياتېږي۔ د خزانې وزير ووئيل میډیا له اولس بېدارولو ته اړتيا ده چې د وېرې خبره نه ده او نه غېر ضروري ډالر يا سره زر اخستل پكار دي، د بلوم برګ رپورټ له مخې د پاکستان كرنسي انډر ويليو ده او دا مهال هم د ډالر په مقابل كښې د روپۍ حقيقي قدر نزدې 244 دے، د 40 نه تر 45 روپو ګېپ مصنوعي دې، مونږ له د خپل هېواد مفاد رامخې ته كولو ته اړتيا ده٬ د دې ستونزمن حالاتو باوجود مونږ د کمرشل بېنکونو 5.5 ارب ډالره او د بانډز د مېچیورټی په صورت كښې يو ارب ډالره ادائيګي كړې ده، د دسمبر په دريو مياشتو كښې د پاكستان په قرضو كښې نزدې د 4 مېليونه ډالرو كمې شوے ٶ٬ مونږ ټولې بهرنۍ ادائيګۍ باوري كړې دي او هېواد به نه ديواليه كېږي۔ د خزانې وزير ووئيل د سماجی تحفظ او د ټولنې بې وځله طبقو ته وېليو وركول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬ حكومت د بي آئي اېس پي بجټ 400 اربه روپو ته رسولې دے او دې سره سره د مستفيد كېدونكو په رقم كښې اضافه شوې ده٬ د رمضان پېکج له مخې د 75 اربه روپو ريليف وركړې شوې ٬ د كسان پېكج له مخې 2 زره اربه روپۍ اعلان شوې چې په كښې 1750 اربه روپۍ جاري كړې شوې دي، دې سره به د هېواد په زرعي پېداوار مثبت اثرات مرتب شي٬ حکومت د اسلامی فنانسنګ او بېنکارۍ وده كښې سنجيده دې٬ د اسلامی فنانسنګ له مخې د يو بل درې كلنه مودې اجاره جاري شوې٬ د وفاقي شرعي عدالت د پرېكړې په ضد سپريم كورټ او د نېشنل بېنك اپيلونه بېرته اخستې شوي، دا مهال په هېواد كښې د اسلامي بېنكارۍ حجم 21 فیصده ته رسېدلې دے چې پكښې به په راتلونكې مياشتو او كلونو كښې به لا اضافه وشي۔ ایران، افغانستان او روسيه سره بارټر تجارت پېل شوې، دې سره به تجارت زيات شي٬ نورو هېوادونوسر به هم دا ډول لوظنامې كېږي۔ د خزانې وزیر ووئيل د ټولو ستونزو او چېلنجونو باوجود معاسي اشاريو كښې بهتري راروانه ده ، په سږني مالي كال كښې د جي ډي پي شرح نمو 0.29 فیصده او نوې مالي كال لپاره دا هدف 3.5 فيصده مقرر كړے شوے دے، په سږني مالي كال كښې زراعت او د خدماتو په څانګه كښې بهتري راغلې ده٬ د جولائي نه تر مئي مصرف كوٶنكو لپاره د بيعو په اشاريه كښې 29.2 فيصده رېكارډ شوې او د کورانفلیشن شرح په ښاريو كښې 16 فيصده او په كليوالو سيمو كښې 20 فيصده ده چې اوسط ئې 18 فيصده جوړېږي۔ د خزانې وزیر ووئيل اېف بي آر د سږني مالي كال په مهال د ښه كاركردګۍ څرګندونه كړې ده، په درآمداتو كښې د كمي باوجود د مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې اېف بي آر 6210 اربه روپۍ محاصل راجمع كړي كوم چې د تېر مالي كال دومره مودې په مقابل كښې 16 فيصده زيات دي، نوې مالي كال لپاره په اېف بي آر كښې به د اصلاحاتو او بهترۍ عمل جاري وي٬ د ټېكس بنياد به پراخه كوٶ٬ تر 31 مارچ اېف بي آر د 7 لكه نوې ټېكس وركوٶنكو هدف مقرر كړے ٶ كوم چې 9 لكه 12 زره 392 ته رسېدلے دے، پرائمری بېلنس كښې هم بهتري راغلې ده٬ د حسابات جاريه د كهاتو زيان كښې 76 فيصده بهتري راغلې ده، د تېر مالي كال د حسابات جاريه په كهاتو كښې زيات 13.7 اربه ډالره ٶ كوم چې د روان مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې 3.2 اربه ډالره كچې ته راغلې دے، د مالی كال په وړومبو 11 مياشتو كښې درآمدات 51.2 اربه ډالره رېكارډ شوي كوم چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې 72.3 اربه ډالرو په مقابل كښې 29.3 فيصده كم دي، برآمدات او ترسیلات زر كښې كمې راغلې دې ۔ د خزانې وزير ووئيل دې حكومت ھغه سختې او ګرانې پرېكړې كړې چي كومې رياست لپاره ضرورې وې٬ وزیراعظم شهباز شریف به تل په تاريخ كښې ياد ساتلے شي چا چې د سياست په ځائ رياست ته ترجيح وركړې او هېواد ئې د ديواليه كېدو نه بچ كړے۔ د خزانې وزیر ووئيل په نوي مالي كال كښې به صنعت كارۍ ته وده وركولې شي٬ زراعت ته به خاص پام كولې شي، برآمدات او د آئی ټی څانګه زمونږ وړومبي ترجيحاتو كښې شامل ده، مونږ هڅه كوٶ چې په دې څانګه كښې برآمدات 4 اربه كچې ته ورسوٶ، د محصولاتو نوې ذريعې او وسائل به لټولې شي، دې سره سره به نزدې 1100 اربه روپۍ پرمختيائي بجټ هم وركولې شي، ماحول دوست توان هم زمونږ ترجيح ده٬ تر كال 2023 به په مجموعي توان كښې د ګرين انرجي برخه 30 فيصده ته د رسولو هدف دے٬ د دې توان په بل كښې به د لس نه تر 15 فيصده بچت وي۔ ددې اقداماتو سره به كه پاك پروردګار ته منظور وي 3.5 فیصد جی ډی پی نمو ترلاسه كولو كښې بريالي شؤ ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير اسحق ډار ووئيل مونږ به بشپړه هڅه كوٶ چې د سرکاری ملازمانو او پنشنرز په تنخاګانو كښې د ګنجائش له مخې اضافه وكړؤ۔ ده ووئيل په ميثاق معيشت به خبرې اترې د انتخاباتو نه وروسته كېږي۔

مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں