صوبو او خصوصی سيمو كښې د روانو او نوي پروژو لپاره 167 اربه 90 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې

image

اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د راروان مالی كال 24-2023 لپاره د سركاری څانګې پرمختيائي پروګرام كښې صوبو او خصوصی سيمو كښې روانو او نوي پروژو لپاره 167 اربه 90 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې۔ د جمعې په ورځ د جاری شوي سركاری څانګې پرمختيائي پروګرام (پي اېس ډي پي) له مخې صوبه پنجاب كښې 16 روانو او 2 نوي پروژو لپاره 9 اربه 11 كروړه 33 لكهه روپۍ څخه زيات فنډز بېل كړې شوي، صوبه سندھ كښې 3 روانو او 8 نوي پروژو لپاره 21 اربه 10كروړه روپۍ بېلې كړې شوي ، خېبر پښتونخوا كښې 8 جاری او يوې نوي منصوبو لپاره 3 اربه 68 كروړه 45 لكهه روپۍ څخه زيات، بلوچستان كښې 25 جاری او 7 نوي پروژو لپاره 50 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ دې نه علاوه د ضم شوې ضلعو دوه پروژو لپاره 57 اربه روپۍ بېلې كړې شوې، آزاد كشمیر كښې يو نوي او 8 روانو پروژو او بلاك اېلوكېشن په لړ كښې 32 اربه 35 كروړه دغسې ګلګت بلتستان لپاره 28 اربه 45 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې، ګلګت بلتستان كښې ریجنل ګرډ جوړولو لپاره يو ارب روپۍ ، بین الصوبائی رابطه اقتصادی راهدارۍ لپاره 80 كروړه روپۍ بېلې كړې شوې ، هنزه كښې ګریټر واټر سپلائی لپاره 20كروړه روپۍ او چلاس كښې د مور بچي روغتون لپاره 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ آزاد كشمیر كښې رټھوه هریام پل لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي ، پنجاب كښې لله انټرچینج دوه اړخيزه كولو منصوبې لپاره يو ارب 80 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي، سیالكوټ كینټ څخه تر جیسرګیریژن 69 كلومیټره سړك پراخه كولو او ښه والي لپاره 2 اربه 80 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي، سیالكوټ ایمن آباد سړك نه تر كامونكی موټروے لنك سړك دوه اړخيزه كولو لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي۔ صوبه سندھ كښې انډسټریل اسټیټ كراچۍ سترو لارو جوړولو او بحالۍ لپاره 2 اربه 50كروړه ، روهړی نه تر ګدو بیراج سړك ښه والي لپاره 4 اربه روپۍ، ټنډو اله یار نه تر ټنډو آدم سړك دوه اړخيزه كولو لپاره 2 اربه روپۍ ، نوابشاه نه تر رانی پور مهران هائی وے سره اضافی كیرج وے جوړولو لپاره 4 اربه روپۍ ، سانګھړ نه تر نېشنل هائی وے این 5 سړك ښه والي لپاره 3 اربه روپۍ ، سندھ كوسټل هائی وے جوړولو او پراخه كولو لپاره 2 اربه روپۍ ، كراچ٬ اربن انفراسټركچر ډویلپمنټ پيكج لپاره 2 اربه روپۍ دغسې حیدرآبادارياد انفراسټركچر ډویلپمنټ پيكج لپاره 10اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ خېبرپښتونخوا كښې خېبر انسټی ټیوټ آف چائلډ هیلتھ او چلډرن هسپتال پېښور لپاره يو ارب 50 كروړه روپۍ ، سوات موټروے فیز ټو كښې د زمكي ترلاسه كولو لپاره 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ د جنوبی ضلعو ټولو روغتونونو سولرائزیشن لپاره 50 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي۔ بلوچستان كښې درګئی سبوزئی این۔ 70 نه تر تونسه شریف این۔ 55 سړك لورالائی موسیٰ خیل لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي ، كوئټه ښار كښې د ټرېفك فشار كمولو لپاره بيل فلائی اوورز جوړولو لپاره يو ارب روپۍ ، پنجګور آوران سړك جوړولو لپاره 2 اربه 70كروړه روپۍ ، لورالائی قلعه سیف الله نه تر خانوزئی كراس سړك ښه والي او پراخه كولو لپاره يو ارب روپۍ دغسې خانی كراس نه تر زیارت سړك جوړولو ، پراخه كولو او ښه والي لپاره يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي

مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں