اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی سوئی ناردرن ګاز له د صارف څخه بخښني غوښتلو او بل سمولو سپارښتنه كړې ده۔د خالي په ورځ د ايوان صدر میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمپنۍ د وګړي په كور يو ګیزر لګولې خو د دوه ګیزرو غلط بل لېږلې شوي۔ د کمپنۍ ټھیکیدار کاغذات كښې دوه ګيزر ليكلي۔ په تصدیقی عمل كښې اړي ګړي كولو لپاره ئې خپل رابطه لمبر وركړې۔ سوئی ناردرن ګاز پائپ لائنز لمیټډ ټھیکیدار فراډ كولو نه پس تښتيدلې۔ صدر مملکت ووئيل دا د شرم وړ خبره ده چې انتظامیه کمپنۍ كښې دننه بدعنوانی نظر انداز او اولس هراساں کوي۔ده ووئيل د نااهلی او ملی بھګت په وجه د معاملے پلټنو په ځائې کمپنی غیر قانونی اقدام دفاع کولو سره په اولس نور بوجھ اچوي،د معاملے دې پلټني وكړې شي ، ككړ كسان دې قانون سره مخ كړې شي۔ ډاکټر عارف علوی د وفاقی محتسب پريكړي په ضد اېس این جی پی ایل اپیل مسترد کړې دې۔ وګړي طاهر حسین (ګيله كونكي) وفاقی محتسب ته ګيله كړې وه چې د کمپنۍ اهلکار په كور كښې يو ګيزر لګولې او وئيلي ئې دي چې ادائیګی به په قسطونو كښې كېږي۔ کمپنۍ د وفاقی محتسب د پريكړي په ضد صدر مملکت ته اپیل دائر کړې ؤ۔ صدر مملکت د وفاقی محتسب حکم برقرار ساتلو سره د کمپنۍ اپیل مسترد کړې